ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درې پوليس ووژل شول

درې پوليس ووژل شول

author avatar
16 Jun 2012 - 12:07
درې پوليس ووژل شول
author avatar
16 Jun 2012 - 12:07

ترينکوټ ( پژواک ٢٧ غبرګولى ٩١ ) : د اروزګان په چنارتو ولسوالۍ کې د ماين ديوې چاودنې له امله درې پوليس ووژل شول.

ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل د غبرګولي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا چاودنه تېره شپه د چنارتو ولسوالۍ د کورې په سيمه کې دپوليسو پر رېنجر موټر شوې ده.

نوموړي زياته کړه ،چې چاودنه هغه مهال وشوه، کله چې  دپوليسو ياد موټر د ولايت له مرکز څخه ديادې ولسوالۍ پر لوري روان و.

د عايل په وينا، په دې چاودنه کې درې پوليس وژل شوي، يو ژوبل شوى او موټر يې هم له منځه تللى دى.

نوموړي زياته کړه، چې ټپي سرتېري روغتون ته لېږدول شوى، خو د هغه د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.

طالب وياند قاري يوسف احمدي ددې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى او ادعا کوي، چې ديوه قوماندان په ګډون اته پوليس پکې وژل شوي دي.

چنار تو د ولايت مرکز ترينکوټ سوېل ختيځ ته پرته نږدې ارامه ولسوالي ده.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.