ژبه

چاودنې څلور ماشومان ووژل

کندهار (پژواک ١٠ چنګاښ ٩١): د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د هاوان د يوې مرمۍ د چاودنې له امله څلور ماشومان وژل شوي او يو ټپي دى.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د چنګاښ په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه د پنجوايي ولسوالۍ په نوروزي کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، پنځو ماشومانو د خاورو او خځلو په يوه ډېران کې د هاوان مرمۍ موندلې وه او کور ته تر وړلو وروسته يې ورباندې لوبې کولې، چې پرې وچاودېده.

د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې د يوې نجلې په ګډون ٤ ماشومان ووژل شول او يو ماشوم ټپي شوى دى.

دى وايي، ټپي ماشوم روغتون ته وړل شوى او روغتيايي حالت يې ښه دى.

د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد هم د پېښې پخلى کوي او وايي، چې د څېړنې لپاره يې دغه کلي ته د ملکي او نظامي مسوولينو يو ګډ ټيم لېږلى دى.

د نوموړي په وينا، دغه راز ډېرې چاودنې د هغو چاودېدونکو توکو د چوولو په پايله کې رامنځته کېږي چې وسلوال مخالفين يې په سيمه کې د افغان او بهرنيو ځواکونو پر ضد کاروي.

په کندهار کې له ډېرې مودې را په دېخوا دا لومړى ځل دى، چې ماشومانو ته د ناچاودو او زړو مهماتو له امله مرګ ژوبله اوړي.

د يو بل خبر له مخې، د دغه ولايت په ژېړۍ ولسوالۍ کې درې کم عمره هلکان له چاودېدونکو توکو سره يو ځاى نيول شوي، چې غوښتل يې له يوې امنيتي پوستې سره په خوا کې يې ځاى پر ځاى کړي.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، د ژېړۍ ولسوالۍ پوليسو دغه هلکان په سنځري کلي کې د ګزمې پر مهال نيولي دي.

هغه زياته کړه، نيول شوي هلکان، چې ١٧، ١٢ او ٨ کلن دي، چاودېدونکي توکي يې د مشروباتو په بوتلونو کې ځاى پر کړي وو، چې لينونه پټاکۍ او ريموټونه هم ورسره وو.

د نوموړي په وينا، له نيول شوو څخه د لومړنيو پوښتنو په پايله کې څرګنده شوې، چې دغو ماشومانو د وسلوالو مخالفينو پر غوښتنه دغه چاودېدونکي توکي له يوې پوستې سره په خوا کې ځاى پر ځاى کول.

دى وايي، نيول شوي ماشومان اوسمهال امنيې قومندانۍ ته لېږدول شوي، تر څو کورنۍ يې پرې خبرې کړي.

د ده په خبره، که نيول شوي ماشومان په زور دغه کار ته اړ ايستل شوي وي نو خوشي به شي.

فيصل تور ولګاوه، چې وسلوالو مخالفينو په ډېرو مواردو کې د جګړې پر مهال په ورانکاره کړنو کې له کم عمره ماشومانو ګټه پورته کړې ده.

خو وسلوالو طالبانو تر دې مهاله د يادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

ورته موضوع