کندهار (پژواک ١٠ چنګاښ ٩١): د کندهار د دامان ولسوالۍ د ملا عبدالله کلي اوسېدونکى اته کلن ماشوم سمېع الله وايي، چې په ښوونځي کې د زده کړو په ارمان يې خپله پښه له لاسه ورکړې ده.
سمېع الله، چې د خپلې کورنۍ د غربت نښې يې په څېره کې له ورايه ښکاري، دوه کاله مخکې يې د خپل کلي په ښوونځي کې د نوم ليکنې پر مهال په ښوونځي کې دننه د ماين په چاودنه کې خپله پښه له لاسه ورکړه.
دغه اته کلن ماشوم ته اوس مصنوعي پښه لګول شوې او په هماغه ښوونځي کې زده کړې کوي، چېرې چې د ماين چاودنې له هغه څخه پښه اخيستې وه، هغه دا مهال لومړى ټولګى پاى ته رسولى او دويم ټولګي ته بريالى شوى دى.
د دغه ماشوم پلار نعمت الله نومېږي، چې د بزګرۍ او مزدورۍ له لارې د خپل ژوند چارې مخ ته وړي او د سمېع الله په ګډون اووه اولادونه ور له غاړې دي.
نعمت الله له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې زوى يې د چاودنې پر مهال شپږ کاله عمر درلود او دا يې لوى ارمان و، چې په ښوونځي کې زده کړې وکړي.
هغه زياته کړه: ((زموږ په کلي کې ښوونځى و، خو د نا امنيو په سبب پوره دوه کاله تړلى پاته و، چې وروسته ولسوال او قومي مشرانو د دغه ښوونځي د بېرته پرانيستل کېدو لپاره ډېر کار وکړ.))
د نوموړي په وينا، دوه کاله مخکې چې کله دغه ښوونځى بېرته پرانيستل کېده، د کلي يوه ښوونکي په جومات کې د ماښام د لمانځه پر مهال له کليوالو وغوښتل، چې خپل ماشومان ښوونځي ته داخل کړي.
دى وايي، د هماغې شپې په سهار مې تر ټولو مخکې له سمېع الله پرته خپل شپږ ماشومان د ښوونځي پر لور روان کړل او هغه مې پرېښود؛ ځکه عمر يې کم و، خو وروسته سمېع الله خبر شوى و، چې نور وروڼه يې ښوونځي ته د داخلېدو لپاره تللي، نو هغه هم په ژړا ژړا ښوونځي ته ځان ورساوه.
نوموړي زياته کړه: ((زه له ښوونکي سره د نورو ماشومانو د نومونو په ليکلو بوخت وم، چې دغه مهال سمېع الله هم راغى او ښوونکي ته يې وويل، معلم صاحب زما نوم هم وليکه، ما ښوونکي ته وويل، چې د هغه عمر کم دى، خو ښوونکي ويل، خير دى عادت به شي.))
نعمت الله وويل، دغه مهال سمېع الله له ادارې ووت او د ښوونځي د انګړ پر لوري روان شو، زه هم ورپسې را ووتم، څو ګامه مې نه و اخيستي، چې ناڅاپه سره لمبه پورته شوه او يو درز شو، سمېع الله يې له ځمکې څو متره هوا ته پورته کړ، ژر مې په غېږ کې ونيو، د هغه پښه په زنګانه کې پرې شوې وه او سرې وينې ترې روانې وې.
د هغه په خبره، سمېع الله يې د کليوالو په مرسته روغتون ته ورساوه او پوره يوه مياشت په روغتون کې و، ډاکټرانو وروسته هغه ته مصنوعي پښه ولګوله او اوس د هغې په مرسته ګرځي.
دى وايي، د همدې پېښې له امله څه موده د ملا عبدالله کلي ښوونځى هم تړلى پاتې و، خو وروسته بېرته پرانيستل شو او اوس سمېع الله په همدغه ښوونځي کې درس وايي.
د نوموړي په وينا، سمېع الله که څه هم په عمر وړوکى دى، خو لوړه حوصله لري، مور يې هر وخت ورته وايي، چې کله ښوونځي ته ځې نو وېرېږي نه، چې بيا به چاودنه وشي، خو هغه په ځواب کې ورته وايي، چې اوس د ښوونځي انګړ کانګرېټ شوى او څوک نه شي کولى هلته بيا ماينونه کېږدي.
سمېع الله، چې خپله مصنوعي پښه يې په دواړو لاسونو نيولې وه، پژواک ته وويل: ((له خپلو ملګرو سره د لوبو پر مهال زړه راته لږ شي، چې ولې پښه نه لرم او د نورو هلکانو په څېر ځغاسته نه شم کولى.))
دى وايي، د کلي ماشومان او ښوونکي له ده سره د نورو په پرتله ښه چلند کوي او اوسمهال يې لومړى ټولګى پاى ته رسولى او دويم ټولګي ته بريالى شوى دى.
هغه زياته کړه: ((تر ټولو لوى ارمان مې دا دى، چې سبق ووايم او ډاکټر شم.))
د سمېع الله پلار ګيله وکړه، چې تر اوسه ورسره حکومت هېڅ راز مرسته نه ده کړې او نه يې هم د هغه د زوى پوښتنه کړې ده.
نوموړي وويل: ((زه په خپله د نورو بزګري کوم او په کلي کې د ځان کور نه لرم، له حکومت څخه مې غوښتنه دا ده، چې د سرپناه ځاى راکړي، تر څو په امن کې پر سمېع الله زده کړې وکړم.))