ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په توکيو کې د افغانستان، امريکا او پاکستان ګډه غونډه جوړه شوه

په توکيو کې د افغانستان، امريکا او پاکستان ګډه غونډه جوړه شوه

author avatar
8 Jul 2012 - 11:02
په توکيو کې د افغانستان، امريکا او پاکستان ګډه غونډه جوړه شوه
author avatar
8 Jul 2012 - 11:02

توکيو (پژواک ١٨ چنګاښ ٩١): د افغانستان په اړه د توکيو کنفرانس په څنډه کې د پاکستان، امريکا او افغانستان د بهرنيو چارو د وزيرانو درې اړخيزه غونډه جوړه شوه. 

د افغانستان د حکومت د رسنيو د مرکز مشر حکيم عاشر د چنګاښ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې غونډه کې د بهرنيو چارو د وزيرانو ترڅنګ د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى مارک ګروسمان، په کابل کې د امريکا سفير ريان کراکر، په کابل کې د پاکستان سفير صادق خان او د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جاوېد لودين هم شتون درلود.
دغې سرچينې زياته کړه، چې په دې يوه ساعته غونډه کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر او په امنيتي چارو کې د ولسمشر سلاکار معصوم ستانکزي هم برخه درلوده.
په کابل کې د امريکا سفير ريان کراکر له دې غونډې وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې غونډه کې د درېيو واړو هېوادونو پر اړيکو، له ترهګرۍ سره پر روانې مبارزې او د سيمې د اقتصادي پرمختګ په اړه خبرې وشوې.
نوموړي زياته کړه، چې په دې درې اړخيزه غونډه کې په ځانګړې توګه د افغانستان د امنيت او د سولې په پروسه کې د پاکستان پر مهم رول هم خبرې وشوې.
د کراکر په وينا، دا لومړى ځل دى چې د درېيو واړو هېوادونو کاري ډله غونډه کوي او دا به يقيني کوي چې د سولې پروسه د افغانانو په مشرۍ پر مخ ولاړه شي.
د امريکا سفير زياته کړه، چې پاکستان په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې مهم رول لري او دوى به په ګډه په دې برخه کې له پاکستان سره کار وکړي، څو په افغانستان کې سوله راشي.
ريان کراکر وايي: ((موږ د داسې يوه ميکانيزم په هڅه کې يو چې پاکستان له خپل رسوخ څخه په ګټې اخيستو سره په افغانستان کې سوله راولي.))
د هغه په وينا، دا په دومره لوړه کچه لومړۍ غونډه ده چې د درېيو واړو هېوادونو ترمنځ ترسره کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې وويل هیلري کلنټن له دې درې اړخیزې غونډې وروسته خبریالانو ته وویل ، هغه طالبان چې له تاوتريخوالي لاس واخلي او له القاعده څخه بیل شي د ښځو او د لږکیو حقونو ته احترام ولري نو په دې شر‌طونو ورسره خبرې کیدای شي.

هغې زیاته کړه : (( موږ له داسې سولې سره موافقه لرو چې د ښځو حقوق خوندي شي او د تاوتريخوالی او ويني توييدو مخه ونيول شي.))

له دې مخکې د بهرنيو چارو د مرستيال وزيرانو په کچه دا ډول غونډې په اسلام اباد، کابل او واشنګټن کې جوړې شوې وې.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.