ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لودين : له اداري فساد سره د مبارزې له ادارې سره ځينې موازي ادارې جوړې شوي

لودين : له اداري فساد سره د مبارزې له ادارې سره ځينې موازي ادارې جوړې شوي

author avatar
15 Jul 2012 - 16:00
لودين : له اداري فساد سره د مبارزې له ادارې سره ځينې موازي ادارې جوړې شوي
author avatar
15 Jul 2012 - 16:00

کابل (پژواک ٢٥ چنګاښ ٩١): عزيزالله لودين وايي، له اداري فساد سره مبارزه هغه مهال بريالۍ کېداى شي، چې خلک په دې برخه کې مرسته وکړي او امنيتي ستونزې شتون ونه لري.

له اداري فساد سره د مبازرې د ادارې مشر عزيزالله لودين، چې نن يې په کابل کې جوړې شوې مشورتي غونډې ته خبرې کولې، د دې ادارې د کاري اغېزمنتيا په اړه وويل: “دا خو يوه اداره ده، که په سلګونو داسې نورې ادارې جوړې شي او د خلکو همکاري نه وي، هېڅ مهال به دغه پروسه بريالۍ نه شي.”

په دې غونډه کې، چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د مشورو په موخه جوړه شوې وه، د خبريالانو ترڅنګ ځينو سياسي پوهانو ګډون درلود.

لودين وايي، چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې لازم امنيت ته هم اړتيا شته.

هغه د بېلګې په توګه وويل: “که يو کس په لوګر يا ميدان وردګو کې په کوم اداري فساد لاس پورې کړي او امنيت نه وي، نو موږ به څنګه د هغه قضيه تکميل او اړوند ارګانونو ته به يې وسپارو.”

لودين په نننۍ ناسته کې نيوکه وکړه، چې له اداري فساد سره د مبارزې له ادارې سره د دولت په چوکاټ کې ځينې موازي ادارې جوړې شوې دي.

ده د دغو ادارو نومونه په ډاګه نه کړل، خو زياته يې کړه: “دغو ادارو هم زموږ کار له ستونزو سره مخ کړى دى.”

خو هغه وويل، چې له ډېرو ستونزو سره سره دې ادارې په تېر شاوخوا يو نيم کال کې د اداري فساد اړوند ١١٩دوسيې لويې څارنوالۍ ته لېږلې دي.

لودين د يادو دوسيو په اړه نور معلومات ورنه کړل، خو زياته يې کړه، چې پر ځينو يې د څارنوالۍ له خوا کار روان دى او ځينو ته يې “لاس هم نه دى وروړل شوى.”

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د څارنوالۍ له چارواکو سره خبرې وکړو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

لودين وايي، چې په دولتي ادارو کې اداري فساد اوج ته رسېدلى او ده څو ورځې وړاندې په دې اړه له ولسمشر حامد کرزي او لوى څارنوال محمداسحاق الکو سره په ګډه ناسته کې خبرې کړې دي.

هغه زياتوي، چې ولسمشر په دې ناسته کې لويې څارنوالۍ ته دنده ورکړه، چې د اداري فساد دوسيې ژر وڅېړي او په اړه يې قانوني اجراات وکړي.

ده د نننۍ مشورتي غونډې ګډونوالو ته وويل، چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې هر وخت د هر ډول نظر او مشورې اورېدو ته چمتو دى.

خو د سياسي چارو پوه احمد سعيدي او د نننۍ ناستې ګډونوال وويل: “له موږ نه ولې مشوره غواړې، موږ هېڅ نه شو کولاى، ولاړ شه دغه موضوع په کابينه کې مطرح کړه، ترڅو هغوى، چې د واک خاوندان دي لاس په کار شي.”

هغه زياته کړه، چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې پياوړې سياسي ارادې ته اړتيا ده.

سعيدي له اداري فساد سره د مبارزې ادارې له مشر څخه غوښتنه وکړه، چې د يو شمېر هغو لوړپوړو دولتي چارواکو نومونه په ډاګه کړي، چې له دې ادارې سره دوسيې لري.

د سعيدي تر دغو خبرو وروسته، دغه مشورتي غونډه سري شوه او خبريالان له غونډې و ايستل شول.

Views: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.