ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشرکرزى د نورستان  د حالت د ارزونې په موخه پلاوى لېږي

ولسمشرکرزى د نورستان د حالت د ارزونې په موخه پلاوى لېږي

author avatar
17 Jul 2012 - 17:33
ولسمشرکرزى د نورستان  د حالت د ارزونې په موخه پلاوى لېږي
author avatar
17 Jul 2012 - 17:33

کابل ( پژواک ٢٧ چنګاښ ٩١ ) : ولسمشر حامد کرزي په ارګ کې د نورستان ولايت استازيو سره د ليدنې پر مهال ژمنه وکړه، چې ددې ولايت د حالت د ارزونې په موخه يو پلاوى هلته ولېږي.

له ارګ څخه د چنګاښ په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې په دې استازيو کې د ولايتي شورا غړي  او په ملي شورا کې ددې ولايت استازي شامل و.

سرچينې زياته کړې، چې ولسمشر سره په دې کتنه کې ، چې نن غرمه په ارګ کې تر سره شوه، په داسې حال کې، چې د کرنې او اوبو لګولو او فوايد عامې وزيرانو هم شتون درلود، د نورستان استازيو په دغه ولايت کې د امنيت، معارف، سړکونو او کرنې په برخه کې د يو شمېر ستونزو په اړه د هېواد ولسمشر ته معلومات ورکړل.

سرچينه کاږي، دغه راز د نورستان استازيو د ولايت په مرکز کې د برېښنا د ستونزې په اړه هم خبرې وکړې او غوښتنه يې وکړه ، چې په دې برخه کې دې  لازم اقدامات تر سره شي.

 د نورستان د استازيو د غوښتنو او وړانديزونو له اورېدو وروسته، ولسمشر لارښوونه وکړه ، چې د وزيرانو شورا په راتلونکې غونډه کې دې نوموړې ستونزې په هر اړخېز ډول وڅېړل شي.

دغه راز پرېکړه وشوه، چې د وزيرانو شورا له غونډې وروسته به د نورستان ولايت د عمومي حالت د ارزولو لپاره يو پلاوی دغه ولايت ته ولېږل شي.

ديادونې ده ، چې په دې وروستيو کې د نورستان ولايت امنيت خراب شوى او وسلوال مخالفين په ډله ييز ډول ددې ولايت پر بېلا بېلو سيمو بريدونه کوي.

د نورستان والي تميم نورستانى هم له تېرې ورځې راهيسې په واما ولسوالۍ کې دوه ځلې د وسلوال مخالفينو تر بريد لاندې راغى، چې له امله يې پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته.

تميم نورستاني څو ځلې پژواک اژانس سره په مرکو کې له مرکزي دولت څخه  ګيله کړې ، چې ددې ولايت امنيت او بيارغونې ته پاملرنه ، نه کوي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.