کابل (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩١): د پاکستان لومړى وزير راجه پروېز اشرف وايي، چې د افغانستان له ټولو سياسي ګوندونو سره پياوړې او ښې اړيکې غواړي.
نوموړي دغه څرګندونې نن (د چنګاښ ٢٩مه) په کابل کې د پاکستان په سفارت کې د افغانستان د حکومت د اپوزېسيون (ملي جبهې) له مشرانو سره د ليدنې پر مهال وکړې.
په کابل کې د پاکستان د سفارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ليدنه کې ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي جبهې مشر احمدضياء مسعود، د ولسي جرګې غړى او د ملي جبهې يو مشر حاجي محمدمحقق، د جنبش د ګوند غړي فيض الله ذکي او د مجاهدينو د شورا يوه مشر جنرال جرئت برخه اخيستې وه.
دغه راز سرچينې زياته کړې، چې د ولسي جرګې پخوانى رييس يونس قانوني، نورالحق علومي، همايون شاه اصفي او احمدولي مسعود هم په دې غونډه کې ګډون کړى و.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي جبهې مشرانو د پاکستان د لومړي وزير راجه پروېز اشرف کابل ته د راتګ هرکلى وکړ.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ملي جبهې مشر احمدضياء مسعود وويل، چې د افغانستان او پاکستان اړيکې په مثبت لوري روانې دي.
هغه زياته کړه، چې پاکستان په سيمه کې مهم هېواد دى او د افغانستان د امنيت لپاره مهم رول لوبوي.
د پاکستان د سفارت د خبرپاڼې په حواله، د ملي جبهې بل غړى حاجي محمدمحقق د افغانستان او پاکستان د ښو اړيکو غوښتونکى دى او د افغانستان د سولې لپاره د پاکستان هلوځلو ته د قدر په سترګه ګوري.
هغه زياته کړه: ((ملي جبهه له هر هغه چا سره خبرو اترو ته تياره ده چې د افغانستان اساسي قانون ته احترام ولري.))
سرچينې زياته کړې، چې د افغانستان د مشرانو جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېسيون مشر سناتور عارف الله نورزي هم له لومړي وزير راجه پروېز اشرف سره وليدل.
نورزي په اوسنيو شرايطو کې د پاکستان د لومړي وزير سفر مهم وباله او زياته يې کړه، چې له دغه سفر سره به د دواړو هېوادونو اړيکې نورې هم پياوړې شي.
هغه زياته کړه: ((موږ له طالبانو سره خبرو اترو ته تيار يو او د افغانستان سوله د پاکستان له مرستې پرته ممکنه نه ده.))
د نورزي په وينا، ترهګري د دواړو هېوادونو ګډ دښمن دى او پر ضد يې بايد په ګډه مبارزه وشي.
د يادونې ده ، چې د پاکستان لومړى وزير راجه پروېز اشرف نن په يو ورځني رسمي سفر کابل ته راغى او د افغانستان، پاکستان او انګلستان په درې اړخيزه غونډه کې يې هم برخه واخيسته.
هغه له غرمې وروسته له ولسمشر حامد کرزي سره هم وليدل.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن