کابل (پژواک ٣ زمرى ٩١): د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ايساف) د هېواد په ختيځ کې د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر وکړ.
په هغې خبرپاڼه کې چې د ايساف د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې راغلي، چې دغه دوه سرتېري پرون او نن (د زمري ٣مه) د دولت د وسلوالو مخالفينو د دوو بريدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
سرچينې د دغو سرتېرو هويت او د پېښو کره ځاى نه دى معلوم کړى، خو د هېواد په ختيځ کې ډېرى امريکايي سرتېري مېشت دي.
د (اى کژولټي) وېب پاڼې د معلوماتو له مخې، د ايساف ځواکونو ته تر ټولو زياته مرګ ژوبله په مې مياشت کې اوښتې ده، چې د وژل شوو شمېر يې ٤٥کسانو ته رسېدلى وو.
په روانه مياشت کې د ايساف ځواکونو د وژل شوو شمېر ٣٥ تنه بلل شوى دى.
همدارنګه د روان زېږديز کال له پيله راپه دېخوا په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله د ايساف ٢٥٥ سرتېري وژل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له ٢٠٠١ زېږديز کال راپه دېخوا په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ايساف ٣١٠٠ سرتېري وژل شوي، چې له ٢٠٥٠ تنو څخه زيات يې امريکايي وو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن