ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: د برما مسلمانان له ښوونيزو او روغتيايي اسانتياوو بې برخې ساتل شوي

امريکا: د برما مسلمانان له ښوونيزو او روغتيايي اسانتياوو بې برخې ساتل شوي

author avatar
4 Aug 2012 - 11:05
امريکا: د برما مسلمانان له ښوونيزو او روغتيايي اسانتياوو بې برخې ساتل شوي
author avatar
4 Aug 2012 - 11:05

کابل (پژواک ١٤ زمرى ٩١): د مذهبي ازادۍ په اړه د امريکا په کلني راپور کې راغلي، چې په برما کې له مسلمان لږکيو سره ناوړه چلند کېږي او هغوى له ښوونيزو او روغتيايي اسانتياوو بې برخمې ساتل شوي دي.

په برما کې د اکثريت بودايانو او لږکي مسلمانانو ترمنځ تاوتريخوالى له اوږدې مودې راهيسې شتون لري، خو له شاوخوا دوو مياشتو راهيسې يې نور هم زور اخيستى دى.

د راپورونو له مخې، په دغو تاوتريخوالو کې زرګونه مسلمانان وژل شوي او د ډېرو کورونو سوځول شوي او مالونه يې لوټ شوي دي. 

امريکا هر کال په بېلابېلو هېوادونو کې د ډيموکراسۍ او مذهبي ازادۍ په اړه راپور خپروي، په دې اړه تازه راپور کې څو ورځې مخکې په واشنګټن کې خپور شوى، راغلي، چې د برما حکومت په روهنګيا سيمې کې له مسلمان لږکيو سره ناوړه او د مور ميرې چلند کوي.

سرچينې زياته کړې، چې د روهنګيا مسلمانانو ته د لومړنيو زده کړو اجازه ورکړل شوې، خو هغوى ته د لوړو زده کړو، ډيپلومه، ماسټرۍ او نورو لوړو زده کړو اجازه نه ورکول کېږي.

په راپور کې راغلي، چې د روهنګيا مسلمانان د دې اجازه هم نه لري چې په دولتي ادارو کې دندې ترلاسه او يا ترسره کړي.

د امريکا په کلني راپور کې راغلي، چې په ياده سيمه کې مسلمانان روغتيايي اسانتياوو ته د لاسرسي اجازه هم نه لري، په روغتونونو کې د بودايي مذهب اړوند داسې ډاکټران ګومارل شوي چې له مسلمانانو سره تعصب لري او د مسلمان ناروغان نه درملنه کوي.

په ياد راپور کې دا هم راغلي، چې د برما حکومت د روهنګيا مسلمانان د برما اصلي اوسېدونکي هم نه مني او زياتوي چې په پخوانيو وختونو کې دوى دلته نه اوسېدل.

سرچينه وايي، چې د روهنګيا مسلمانان د واده او دا چې څومره بچي به پيدا کوي، له حکومت څخه اجازه اخلي.

په راپور کې راغلي، چې د برما حکومت مسلمانانو ته په دغه هېواد کې د اوسېدو لپاره لنډمهاله اجازه نامې ورکړې دي.

خو د روهنګيا مسلمانان بيا وايي، چې دوى له هغې دورې څخه مخکې هم دلته اوسېدل چې د برما واګې له بريتانيا سره وې.

د امريکا په کلني راپور کې راغلي، چې ملګرو ملتونو هم په ٢٠٠٨ او ٢٠١٠ زېږديز کلونو کې د برما په اړه په خپل راپور کې ويلي وو، چې په دغه هېواد کې له مسلمانانو سره امتيازي چلند کېږي.

ملګروملتونو د برما حکومت ته وړانديز کړى و، چې له مسلمانانو سره د کېدونکي امتيازي چلند د له منځه وړو په موخه دې په قانون کې بدلونونه راولي.

دا په داسې حال کې چې تېره اونۍ د بشري حقوقو د څار نړيوال سازمان هم په خپل راپور کې پر برمايي مسلمانانو د حکومت پر ظلمونو نيوکه کړې او دا يې غندلي وو.

د ياد سازمان له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو، چې په برما کې د توکمي فسادونو پر مهال په لوړه کچه مسلمانان ووژل شول، پر ښځو يې تېرى وشو او ګڼ شمېر يې ژوندي نيول شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې حکومتي ځواکونه د بودايي مذهبي ډلې پلوي کوي او مسلمانان يې وژلي دي.

د بشري حقوقو د څار نړيوال سازمان وايي، چې د برما په روهنګيا سيمې کې اته سوه زره مسلمانان مېشت دي، خو حکومت يې د دغه هېواد اوسېدونکي نه بولي.

د برما پر مسلمانانو د کېدونکو ظلمونو په اړه که څه هم په لومړيو کې د سيمې او نړۍ رسنيو راپورونه نه ورکول، خو په ټولنيزې شبکې (فيس بوک) کې د دغو ظلمونو پر وړاندې قوي کمپاين وشو، چې له دغه کمپاين وروسته د ګڼ شمېر هېوادونو او سازمانانو له خوا غبرګونونه وښودل شول.

د سعودي په جده ښار کې د اسلامي کنفرانس د سرمنشي له خوا هم په دې اړه کلک غبرګون وښودل شو او د برما له حکومته يې وغوښتل، چې پر مسلمانانو کېدونکو ظلمونو ته د پاى ټکى کېږدي.

خو د رسنيو د راپورونو له مخې، د برما حکومت دا ادعاوې رد کړې، چې ګواکې دوى پر مسلمانانو ظلمونه کړي دي.

وسلوالو طالبانو هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په برما کې د بودايانو له خوا د مسلمانانو وژنه داسې ستر جنايت بللى، چې په ټول انساني تاريخ کې يې بېلګه نه تر سترګو کېږي.

طالبانو د بشري حقونو په ټولو سازمانونو او ټولنو، د ټولې نړۍ پر حکومتونو او ولسونو، په ځانګړي ډول په اسلامي کنفرانس، د اسلامي هېوادونو پر حکومتونو او ولسونو او عربي نړۍ غږ کړى، چې په برما کې د مسلمانانو پر وړاندې د روانې ناروا کړنې د مخنيوي لپاره ژر لاس په کار شي.

Views: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.