لښکرګاه (پژواک ١٩ وږى ٩١): د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د ماين چاودنې د يوه افسر په ګډون پنځه پوليس وژلي دي.
په دغه ولايت کې د عامه نظم پوليسو د لوا قوماندان جنرال غلام سخي د وږي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه پرون له غرمې وروسته د کجکي ولسوالۍ د ګرماو په سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د عامه نظم د قطعې پوليس په سيمه کې پر ګزمې بوخت وو، چې د سړک غاړې ځاى پر ځاى شوى ماين پرې وچاودېد.
د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې د يوه افسر په ګډون پنځه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي، چې روغتون ته لېږدول شوي دي.
غلام سخي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
وسلوالو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو د کجکي په نورو چاودنو کې يې د ملي اردو او بهرنيو سرتېرو د وژلو ادعاوې کړې دي.