کندهار ښار (پژواک ٢١ وږى ٩١): په کندهار ولايت کې اورښتونو او سېلابونو د مېوو باغونه سخت زيانمن کړي، تر لسو زيات کورونه يې نړولي او ١٤ تنو ته په کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
دغه تېز اورښت تېر مازيګر ناوخته پيل شو او تر ماښامه يې دوام وکړ، چې له امله يې د ښار په بېلابېلو برخو کې سېلابونه را ووتل.
له همدې امله په ګڼو سيمو کې تر نيمې شپې خلک د تګ راتګ پر مهال له ستونزو سره مخ وو، ځکه اوبه دومره زياتې وې، چې موټرونو په کې تګ راتګ نه شواى کولاى.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېز اورښت او سېلابونو د کندهار ښار د لومړۍ ناحيې په چوڼۍ او د نهمې ناحيې په لويه وياله سيمه کې تر لسو زيات کورونه نړولي دي.
هغه زياته کړه، چې د کندهار له ميرويس روغتونه د ترلاسه شوو شمېرو له مخې په يادو دوو سيمو کې د څلورو ښځو او دوو نارينه وو په ګډون ٦ تنه مړه شوي او د دوو مېرمنو او شپږو نارينه وو په ګډون ٨ نور ټپيان شوي دي.
د کندهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا هم وايي، چې د تېر ماښام د اورښتونو او سېلابونو له امله ميرويس روغتون ته ١٤ تنه مړه او ټپيان ور وړل شوي، چې د ټپيانو پر وخت درمنله شوې او روغتيايي حالت يې ښه دى.
د مطبوعاتي دفتر مسوول وايي، چې د اړوندو ادارو کارکوونکي زيانمنو سيمو ته استول شوي، تر څو د اوښتي زيان کچه معلومه کړي.
په کندهار کې د پېښو پر وړاندې د چمتووالي د ادارې رييس محمدهاشم سدوزي هم پژواک اژانس ته وويل، چې باران او سېلابونو د ښار په دوو سيمو کې درانه زيانونه اړولي دي.
د هغه په وينا، د تېز اورښت له امله د کندهار ښار د لويې ويالې او د سړکونو له ويالو په پراخه اندازه اوبه را اوښتې او کورونو ته دننه شوې، چې تر لس زيات کورونه يې نړولي دي.
د نوموړي په وينا، د دوى ټيم د اړوندو نورو ادارو په مرسته همدا اوس په چوڼۍ سيمه کې له نړېدلو کورونو څخه د بلدوزرونو په مرسته د خلکو سامانونه را باسي او هڅه کوي د اوښتي زيان کچه معلومه کړي.
دى وايي، چې د معلوماتو له راټولولو وروسته به له مرستندويه ادارو سره يو ځاى له زيانمنو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو بېړنۍ مرستې وشي.
سدوزي د کندهار ښار ترڅنګ په ولسواليو کې د مېوو باغونو ته د درنو مالي زيانونو د رسېدو خبر ورکړ او ويې ويل، چې تېز باران په ارغنداب، ډنډ او دامان ولسواليو کې د انارو او مېوو ګڼ باغونه زيانمن کړي دي.
د هغه په خبره، له ولسواليو څخه يې تر دې مهاله د ځاني زيانونو خبر نه دى ترلاسه کړى.
د ارغنداب ولسوال حاجي شاه محمد احمدي هم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې باران د دغې ولسوالۍ په ګڼو سيمو کې د انګورو او انارو باغونه سخت زيانمن کړي دي.
دى وايي، د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، باران د انارو، انګورو او شفتالو وو باغونه او د روميانو پوټي خراب کړي دي.
ده هم پژواک اژانس ته وويل، چې له کليو څخه يې لا تر دې مهاله د ځاني زيان خبر نه دى ترلاسه کړى.
د ارغنداب ولسوالۍ د تابين سيمې يوه باغ لرونکي حاجي سميع الله وويل، تېز باران يې د انارو باغ سخت زيانمن کړى او د پوره کال هيلې يې په اوبو لاهو شوې.
هغه زياته کړه، دا چې د انارو حاصلات تر راتلونکو څو ورځو پورې مارکېټ ته د رسېدو وړ وو، خو باران ورته سخت زيان اړولى دى.
د نوموړي په وينا، په دغه موسم کې باران انار په ونو او انګور په تاکونو کې خوسا کوي، چې له خرابېدو يې مخنيوى ناشونى دى.
د دامان ولسوالۍ د منډيسار سيمې يوه کروندګر نعمت الله پژواک اژانس ته وويل، چې باران او سېلابونو يې ابجوشې (د مميزو يو ډول) له منځه وړې او سختې زيانمنې شوې دي.
هغه وويل، ګڼو باغ لرونکو خپلې ابجوشي په هوارو ميدانونو کې ازادې هوا ته د وچېدو په موخه اېښې وې، چې ناڅاپي باران ترې هر څه واخيستل.
د کندهار ښاريانو په باور د اوبو ايستلو د ناسم سيسټم او د لښتيو تنګوالى د دې لامل شوى، چې د باران اوبه کورونو او ودانيو ته داخلې شي او درانه مالي زيانونه واړوي.
په تېر کې هم کندهار د دغه راز بارانونو له امله د درنو مالي او ځاني زيانونو شاهد پاتې شوى دى.