ژبه

په لښكرګاه كې څلورنيم ټنه بې کيفيته خوراکي توکي او درمل وسوځول شول

لښكرګاه (پژواك ۴ تله ۹۱): د هلمند د عامي روغتيا رياست له خوا څلورنيم ټنه خوراكي توکي او تر وخت تېر درمل وسوځول شول.
د هلمند د عامې روغتيا رياست د درملو د كتنې د كمېسيون مسوول ډاكتر مولاداد توبه ګار د تلې په ٤ مه د توكو د سوځولو پر مهال خبريالانو ته وويل، چې دغه تاريخ تېر توكي او درمل يې د لښكرګاه ښار له هټيو او درملتونونو راټول كړي دي.
د هغه په وينا، د هلمند د عامې روغتيا رياست له خوا په هرو درېيو مياشتو كې په درملتونونو او هټيو كې پلټه كېږي، تر څو له وخت تېر درمل او خوراكي توكې ونه پلورل شي.
نوموړي زياته کړه، چې په سوځول شوو توكو كې دوه ټنه له وخته تېر او بې كيفته درمل او دوه نيم ټنه له وخته تېر خوراكي توكي شامل دي.
توبه ګار وويل: ((ټولو درمل پلورونكو او هټيوالو ته مو خبر وركړى، چې د بې كيفته درملو او خوراكي توكو له پلورولو ډډه وكړي، كه نه بيا به له قانوني چلند سره مخ شي.))
د ده په خبره، په دې برخه كې، چې بې كيفيته درمل لښكرګاه ښار ته راوړل كېږي، دوى ستونزې لري؛ ځكه له ګاونډيو هېوادونو څخه لښكرګاه ته داسې لارې راغلې، چې دوى يې مخنيوى نه شي كولى.
د هلمند د عامې روغتيا رياست يوه کارکوونکي ډاكتر مولاخان پژواك اژانس ته وويل، چې دغه توکي يې د بولان په سيمه كې د سيند په منځ كې له ښار څخه لرې وسوځول، ترڅو ځايي اوسېدونكو ته زيان ونه رسېږي.
نوموړي د هلمند له ټولو اوسېدونكو غوښتنه وكړه، چې د روغتيايي كار كوونكو له هدايت پرته دې درمل نه اخلي؛ ځکه كله ناكله تر وخت تېر او بې كيفيته درمل د مرګ لامل ګرځي.

ورته موضوع