ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دفاع وزارت په داخلي بريدونو کې د سيمې استخبارات ښکېل وبلل

دفاع وزارت په داخلي بريدونو کې د سيمې استخبارات ښکېل وبلل

author avatar
26 Sep 2012 - 14:09
دفاع وزارت په داخلي بريدونو کې د سيمې استخبارات ښکېل وبلل
author avatar
26 Sep 2012 - 14:09

کابل ښار (پژواک ٥ تله ٩١): د ملي دفاع وزارت د ناټو پر ځواکونو د افغان سرتېرو د بريدونو د زياتوالي لامل د سيمې د هېوادونو د استخباراتو هڅې او د امنيتي ځواکونو په ليکو کې د وسلوالو مخالفينو نفوذ بولي.

په هغې خبرپاڼه کې، چې د ملي دفاع وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا نن (د تلې ٥مه) پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، د دغه مطلب سربېره ويل شوي، چې افغان حکومت به د نړيوالې ټولنې په همکارۍ د دغو بريدونو په مخنيوي کې هر ډول هلې ځلې وکړي.

سرچينې زياته کړې، چې د ملي دفاع وزير جنرال بسم الله محمدي نن د ايساف قوماندانۍ د مشرتابه په ګډه غونډه کې افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد، له نظامي يونيفورم څخه په ګټې اخيستو پر بهرنيو ځواکونو د افغان ځواکونو د بريدونو د زياتوالي او ځينو نورو امنيتي مسايلو او د افغانستان د ملي اردو د ښوونې او روزنې او تجهيزاتو په اړه خبرې وکړې.

د ملي دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي وويل، د دغه وزارت څېړنې ښيي، چې بهرني استخبارات، د دښمن نفوذ او فرهنګي او ديني انګېزې پر بهرنيو سرتېرو د افغان ځواکونو د بريدونو عوامل دي.

عظيمي د دې په څرګندولو سره، چې ملي اردو د امنيتي مسووليتونو د اخيستو لپاره بشپړ چمتووالى لري، زياته کړه: “د مسووليت انتقال د افغانستان لپاره ځانکړى ارزښت لري، له شک پرته به په ټاکلي وخت کې د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسه بشپړه شي.”

سرچينې زياته کړه، چې ملي اردو بايد د روحيې له پلوه ملي، مسلکي حرفوي او ماهر او با ډسپلينه او له قومي پلوه متوازنه، د مورال له پلوه قوي، له عملياتي او اوپراتيفي پلوه متحد، له سياسي پلوه ناپېيلې او په پايله کې د افغانستان د خلکو ريښتوني خدمتګاران وي.

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د سيمې استخبارات او د دولت وسلوال مخالفين د افغانستان د ملي اردو د بې اعتباره کولو، د دغو ځواکونو په ليکو کې د نفوذ او د افغان او نړيوالو ځواکونو تر منځ د بې باورۍ د رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.

د ايساف وياند وايي، تر دې مهاله، چې کومې څېړنې شوې، ښيي چې د دې پېښو تر شا بېلابېل دلايل موجود دي، چې تر ټولو مهم يې شخصي عقدې دي.

د روان کال په لومړيو ٩ مياشتو کې په نږدې ٣٥ داخلي بريدونو کې د ناټو ٥٥ سرتېري وژل شوي، چې ډېرى يې امريکايان وو.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.