کابل (پژواک ٥ تله ٩١): افغان او بهرنيو ځواکونو په ميدان وردګو او هلمند ولايتونو کې د يوه قوماندان په ګډون د ١١ وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړ.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند فريداحمد فرهنګ د تلې په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پوليسو تېره شپه په ګرمسېر ولسوالۍ کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عمليات ترسره کړل.
هغه زياته کړه، چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د قاري حفيظ الله په نوم د دې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي قوماندان له دوو ملګرو سره وژل شوى دى.
د فرهنګ په وينا، قاري حفيظ له دې مخکې د ګرمسېر ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال هم پاتې شوى و.
د ګرمسېر ولسوال ايوب عمري هم ياد عمليات تاييد کړل او ويې ويل، چې په دې ولسوالۍ کې امنيتي حالت ښه دى.
خو نوموړي د ملي پوليسو له کموالي شکايت وکړ او ويې ويل، چې د ولسوالۍ ساحه ډېره پراخ ده، خو د پوليسو تشکيل کم دى.
بلخوا ايساف ځواکونه وايي، چې د ميدان وردګو د مرکز ميدان ښار اړوند سيمه کې تېره شپه د عملياتو په ترڅ کې اووه وسلوال مخالفين وژل شوي دي.
د ايساف له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو عملياتو کې د چټک غبرګون قطعې پوليسو هم برخه اخيستې وه.
د وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد پژواک ته وويل، چې دغه عمليات د جلرېز ولسوالۍ پر لويه لاره د ميدانښار اړوند د چارکي په سيمه کې ترسره شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.