ژبه

په کندهار کې ١٠٠ ښوونځي تړلي او ٧٠ سلنه يې ودانۍ نه لري

کندهار ښار (پژواک ١١ تله ٩١): په کندهار کې د مسلکي ښوونکو او درسي کتابونو کمښت او د ښوونځيو لپاره د ودانيو خراب حالت هغه ستونزې دي، چې په دغه ولايت کې يې د پوهنې بهير ټکنى کړى دى.

دغه څرګندونې د کندهار ولايت د پوهنې رييس شېراقا ساپي نن (د تلې ١١مه) د ولايت مقام په مطبوعاتي دفتر کې يوې خبري غونډې ته وکړې.

هغه زياته کړه، چې د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې په کندهار کې د خرابو امنيتي شرايطو له امله د پوهنې بهير کله ورو شوى، کله چټک شوى او کله هم په ټپه درېدلى دى.

ساپي وويل، چې د دغه ولايت لپاره په خپل تشکيل کې ٤٥٠ ښوونځي لري، چې ٥٠ يې نوي جوړ شوي او ١٠٠ نور يې لا هم د نا امنيو او نورو ستونزو له امله تړلي پاتې دي.

د نوموړي په وينا، اوسمهال په کندهار ښار او يو شمېر ولسواليو کې يواځې ٣٠٠ ښوونځي فعال دي، چې ٢١ يې ديني مدرسې دي.

دى وايي: ((په روان لمريز کال کې د تړل شوو ښوونځيو له ډلې ١٢ يې بېرته د سيمې د اوسېدونکو په مرسته پرانيستل شوي، خو لا هم په دې برخه کې کار روان دى.))

د ده په خبره، د نوي ښوونيز کال له پيل راهيسې د تازه شامل شوو زده کوونکو په ګډون په ټولو پرانيستو ښوونځيو کې ١٧٥زره زده کوونکو په زده کړو بوخت دي، چې ٤٢ زره يې نجونې دي.

ساپى زياتوي، دغه شمېر زده کوونکو ته د ٥٩٠٠ ښوونکو له خوا د تدريس چارې ترسره کېږي، خو لا هم په ګڼو سيمو کې د مسلکي ښوونکو له جدي کمښت سره مخ دي.

دى وايي: ((څه موده وړاندې يې په ميانشين ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د ښوونځيو د پرانيستلو پر مهال داسې ښوونکى هم په دنده ګومارلى و، چې يواځې تر ١٠٠ پورې يې حساب زده و او نور په هېڅ هم نه پوهېده.))

ميانشين د کندهار هغه ولسوالۍ ده، چې د څو کلونو لپاره د طالبانو تر ولکې لاندې وه، چې څو مياشتې مخکې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په پايله کې بېرته ونيول شوه.

خو نوموړى زياتوي، چې دې او ورته نورو ولسواليو ته يې سږ کال ځيني ليسانس ښوونکي په لوړو معاشونو لېږلي او دا لړۍ به نوره هم پراخوي.

د پوهنې رييس په کندهار کې د پوهنې پر وړاندې يوه بله عمده ستونزه د ښوونځيو لپاره د ودانيو نشتوالى ياد کړ او ويې ويل، چې ګڼو ودانيو ته جګړو زيانونه اړولي او ترميم ته اړتيا لري.

هغه زياتوي: ((د کندهار ٧٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري، کومې ودانۍ چې شته ترميم ته اړتيا لري.))

خو هغه دا هم وويل، چې د يونيسف په مرسته دا مهال د ښوونځو لپاره د ودانيو جوړولو ٢٢ پروژې تر کار لاندې دي، چې ٧ يې ګټې اخيستنې ته اماده دي.

ساپي له يوې بلې موضوع څخه هم پرده پورته کړه او ويې ويل، چې له بده مرغه په ځينو ولسواليو کې د ښوونځيو لپاره د ٩ ودانيو جوړولو قراردادي شرکتونه يا نادرکه دي او يا پيسې نه دي ورته رسېدلي.

د ده په وينا، د دغې ستونزې د حل لپاره يې له اړوند ادارو سره خبرې کړې، تر څو نادرکه شرکتونه پيدا کړي.

د درسي کتابونو په اړه د پوهنې رييس وويل، چې د لوړو ټولګيو لپاره د کتابونو د کمښت ستونزه هواره شوې، خو له لومړي تر شپږم پورې ټولګي لا هم د کتابونو له کمښت سره مخ دي، چې وزارت ورسره تر يوې مياشتې د پوره کولو ژمنه کړې ده.

هغه دا هم وويل، چې په کندهار کې ٣٨ لېسې د کيميا، فزيک او بيالوژي مجهز لابراتوارونه لري، خو د ګټې اخيستنې په برخه کې يې د مسلکي او کار پوه کسانو له کمښت سره مخ دي.

ساپي د کندهار ښار تر څنګ په پنځو ولسواليو کې د ښوونکو لپاره د استوګنې د نومرو د وېش په اړه وويل، چې په سپين بولدک کې د ښوونکو لپاره ٣٩٨٠، په تخته پُل کې ٩٠٠، په دامان کې ١٥٠٠، په ارغنداب کې ١٥٠٠ او په پنجوايي کې ٨٠٠ جريه ځمکه ځانګړې شوې ده.

نوموړي د خبريالانو د يوې پوښتنې په ځواب کې رد کړه، چې ګواکې په ځينو هغو ولسواليو کې چې ښوونځي يې تړلي او يو شمېر کسان د ښوونکو په توګه معاشونه اخلي.

هغه په کندهار کې د پوهنې د بهير د متوازن پرختګ لپاره ټينګار وکړ، چې سږ کال به په ولسواليو کې ښوونې او روزنې ته ډېره پاملرنه کوي.