ژبه

د هلمند چارواکو د ګارډين ورځپاڼې راپور رد کړ

لښکرګاه (پژواک ١٢ تله ٩١): د هلمند د عامې روغتيا او پوهنې رياست چارواكو د ګارډين ورځپاڼې هغه څرګندونې، چې د يادو رياستونو د كمزورۍ په اړه يې كړې وې، په کلکه رد كړې.

د هلمند د عامې روغتيا او پوهنې رياست چارواكو د برېتانوۍ ګارډين ورځپاڼې هغه څرګندونې، چې ګواكې د دغو رياستونو ځينې نوې جوړې شوې ودانۍ يې بې كيفيته او په كارونو كې يې ډېرې نيمګړتياوې ښودلې وې، بې بنسټه وبللې او تر ډېره يې پړه پر خپلسرو ډونرانو ور واچوله.

د همدې موضوع په اړه د هلمند د عامې روغتيا او پوهنې رياست رييسانو په يوه ګډه خبري ناسته كې خبريالانو ته د خپلو ادارو له خوا د شوو فعاليتونو او ستونزو په اړه معلومات وركړل.

د عامې روغتيا رييس ډاكتر عنايت الله غفاري وويل، چې د هلمند په ټولو ولسواليو كې روغتيايې كلينيكونه شته، چې شمېر يې د مركز په ګډون ۶۲ ته رسېږي او ۷۰ سلنه خلكو ته يې روغتيايي خدمتونه وړاندې كړي دي.

نوموړي د ګارډين د راپور په اړه وويل: ((هغه ودانۍ چې كيفيت يې خراب دى، د بهرنيو مرسته كوونكو له خوا او په ځانګړي توګه د ولايتي بيارغونې ډلې له خوا په خپلسر او زموږ له مشورې پرته جوړې شوې دي.))

د هغه په وينا، ځينې ودانۍ چې د روغتيايې خدمتونو په موخه د دوى له مشورې پرته جوړې شوې دي، موقعيتونه يې هم سم نه دي او له امله يې دوى ورته خپل روغتيايي پرسونل نه شي لېږلى.

د غفاري په خبره، هغه ودانۍ چې د دغه ولايت د عامي روغتيا په غوښتنه او مشوره جوړې شوې، نه يوازې كيفت يې ښه دى بلكې د موقعيت له مخې هم په سم ځاى كې جوړې شوې چې زيات ناروغان ورته راځي او امکانات هم په اسانه ورته رسول کېږي.

په دې خبري ناسته كې د پوهنې رييس محمدنسيم ساپي وويل، په هلمند کې ټول ۳۳۶ منظور شوي ښوونځي لري، چې ۱۶۴ يې فعال دي، چې ۱۰۲ يې اساسي ودانۍ لري.

نوموړي هم زياته کړه، چې د دوى له مشورې پرته د جوړې شوو ودانيو كيفيت ښه نه دى، چې له همدې امله ځينې نوې جوړې شوې ودانۍ له ساختماني شركتونو څخه دوى نه تسليموي.

د هغه په وينا، د پوهنې وزارت او د ډنمارك هېواد له خوا په وركړل شوې بوديجه کې يې د جوړو شوو ودانيو كيفيت او موقعيت ښه دى، چې په بشپړېدو يې زيات شمېر زده کوونکي اوس زده کړې په کې کوي.

ساپي له ټولو هغه ډونرانو غوښتنه وكړه، چې په اړوند برخو كې دې له دوى سره مشوره وكړي او تر هغه وروسته دې كار وكړي.

ده زياته كړه، چې اوس مهال ۱۲۱ زره زده كوونكي لري، چې په دغه روان ښوونيز كال كې به ۳۵ زره نور زده كوونكې هم ور ډېر شي او د پرانيستو ښوونځيو شمېر يې دوه سوه وښود.

ورته موضوع