ژبه

د نادعلي په چاودنو کې يو پوليس او درې ملکي وګړي ووژل شول

لښکرګاه ( پژواک ١٨ تله ٩١ ) : د هلمند د ناد علي ولسوالۍ په دوو چاودنو کې يو پوليس او درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريداحمد فرهنګ د تلې په ١٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې دا چاودنې  نن له غرمې مخکې د ناد علي ولسوالۍ د لوچک په سيمه کې رامنځته شوې دي.

هغه زياته کړه ،چې  په ياده سيمه کې د ملکي وګړو پر يوه کرولا موټر چاودنه شوې ،چې له امله يې درې تنه وژل شوي دي .

د نوموړي په وينا،کله چې پوليس ددې پېښې د څېړنې په موخه سيمې ته ورسېدل، نو پر دوى هم  چاودنه وشوه، چې له امله يې يو پوليس ووژل شو او دوه نور ټپيان شوي دي.

د والي وياند وويل، چې ټپي پوليس روغتون ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

د ناد علي ولسوالۍ د لوچک سيمې يوه اوسېدونکي صلاح الدين پژواک اژانس ته وويل ،چې پر ملکي موټر له چاودنې وروسته وژل شوي کسان نږدې لويې ويالې ته وغورځېدل.

هغه زياته کړه، چې پوليس او د سيمې اوسېدونکي له ويالې څخه د مړو راوېستل پيل کړي دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده ، چې پرون ددې ولايت په مرکز لښکرګاه کې ديوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې دوه تنه ووژل شول او ١٦ نور ټپيان شول .

ورته موضوع