کندهار ښار ( پژواک، ١٩ تله ٩١ ) : د زابل ولايت د حج او اوقافو رييس په کندهار ولايت کې ديوې ترافيکي پېښې پر مهال مړ شوى دى.
د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د تلې په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار په لس نيمو بجو ددامان ولسوالۍ د اخوند صاحب زيارت ته څېرمه رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د زابل ولايت د حج او اوقافو د رييس محمد انور سادات موټر له مخامخ راتلونکي سراچه موټر سره جنګېدلى دى.
د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې سادات له يوه بل تن سره مړ شوى دى.
فيصل وويل ، چې د ترافيکو يوه ډله سيمې ته د پېښې د څېړنې په موخه لېږل شوې ده.
د زابل مرستيال والي محمد جان رسول د حج او اوقافو د رييس مړينه تاييد کړه.
هغه پژواک اژانس ته وويل ،چې سادات د زابل حاجيانو د پروازونو د تنظيم په موخه کندهار روان و، چې په لاره کې له ترافيکي پېښې سره مخ او مړ شو .