ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل کلب لوبډلې دښاروالۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه

د کابل کلب لوبډلې دښاروالۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه

author avatar
15 Oct 2012 - 18:32
د کابل کلب لوبډلې دښاروالۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه
author avatar
15 Oct 2012 - 18:32

کابل ( پژواک،  ٢٤ تله ۹۱ ): په کابل کې د کرکټ د دولسو کلبونو د لوبډلو ترمنځ په پيل شويو شل اووريزو سياليو کې کابل کلب د ښاروالۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا سيالۍ د تلې په ٢٣مه، د ننګرهار کرکټ اکاډمۍ لخوا د افغانستان کرکټ بورډ په همکارۍ د هلال ګروپ په مالي لګښت پيل شوې دي.

د کرکټ بورډ د رسنيو امر فريد هوتک د تلې په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ددې سياليو په دويمه ورځ د کابل کلب او ښاروالۍ لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.

هغه زياته کړه چې د کابل کلب لومړۍ لوبه وکړه او په ټاکل شويو ٢٠ اورونو کې ددريو لوبغاړو په سوځېدو ٢١٩ منډې جوړې کړې او ښاروالۍ ته يې  د٢٢٠ منډو هدف کېښود.

هوتک وويل چې د کابل کلب لوبډلې له لوري اېمل ١٠٣، نواب ٥٥ او د ملي لوبډلې لوبغاړى حميد حسن ٢٢ منډې جوړې کړې.

د نوموړي په وينا، د ښاروالۍ لوبډله دا هدف ترلاسه نه شو کړاى اود نهو لوبغاړو په سوځېدو يې ١١٦ منډې جوړې کړې.

د کابل له لوري قادر   ٤ او عبدالوهاب درې لوبغاړي وسوځول. اېمل ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

د ملي لوبډلې لوبغاړى حميد حسن تر ټپي کېدا وروسته يې په لومړي ځل په يوه لوبه کې برخه واخيسته، خو بالنګ يې ونه کړ.

 په دې سياليو کې د کابل ولايت د ۱۲ کلبونو لوبډلې برخه اخلي، چې په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي.

د لومړي پړاو په پای کې به له هر ګروپ څخه يوه يوه لوبډله نيمه پای لوبې ته لاره پيدا کوي.

 ددې کلبونو په لوبډلو کې د هېواد د کرکټ د ملي لوبډلې، ۱۹ کلنو لوبډلې او ۱۶ کلنولوبډلې لوبغاړي هم شامل دي .

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.