ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست او غزني پر کروندګرو د ا صلاح شوي تخم وېش پيل شو

د خوست او غزني پر کروندګرو د ا صلاح شوي تخم وېش پيل شو

author avatar
20 Oct 2012 - 16:07
د خوست او غزني پر کروندګرو د ا صلاح شوي تخم وېش پيل شو
author avatar
20 Oct 2012 - 16:07

غزني-خوست (پژواک ۲۹ تله ۹۱): د غزني او خوست ولايتونو سلګونو کروندګرو ته د غنمو د اصلاح شوي تخم د وېش لړۍ پيل شوه.

د غزني د کرنې رييس سلطان حسين عباسيار د تلې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه اصلاح شوی د غنمو تخم د مرکز په ګډون په ۱۸ ولسواليو کې پر بزګرانو وېشل کېږي.

هغه زياته کړه، چې دغه تخم بزګرانو ته په ٧٠ سلنه وړيا بيه ورکول کېږي.

د عباسيار په خبره، د دغه تخم په وېشلو سره به په راتلونکي کال کې د غنمو په حاصلاتو کې زياتوالی راشي.

د کرني رييس وايي، چې دغه تخمونه د ناروغيو پر وړاندې مقاومت لري او ښه حاصل ورکوي.

د ګيرو ولسوالۍ يوه بزګر حبيب الله پژواک ته وويل، چې تر دې پخوا يې دغه تخم ترلاسه کړى و او ښه حاصل ترې ترلاسه شو.

دغه راز په خوست ولايت کې هم پر بزګرو د اصلاح شوي تخم د وېش لړۍ پيل شوه.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي په دې اړه پژواک اژانس ته وويل، چې د کرنې رياست په چوکاټ کې د غنمو ۲۰۲ ټنه اصلاح شوی دغه تخم پر اووه ميليونه او اته سوه زره افغانيو پېرل شوى دى.

هغه زياته کړه، چې دغه اصلاح شوی تخم تېر کال له بلخ ولايت څخه د ازموينې لپاره راوړل شوی و او له کښتونو يې ډېر حاصل ترلاسه شو، چې اوس به د دغه ولايت پر ټولو بزګرانو ووېشل شي.

 د وزيرخان په نوم يوه بزګر د غنمو د اصلاح شوي تخم په ترلاسه کولو خوښې وښوده او له دولته يې مننه وکړه چې په مناسب وخت کې يې ورسره د تخم مرسته وکړه.

 خو ده زياته کړه، چې پرته له کيمياوي سرې د اصلاح شوي تخم په حاصلاتو کې زياتوالى نه شي راتلاى.

د نوموړي په خبره، دولت ته په کار ده چې د اصلاح شوو تخمونو ترڅنګ د کيمياوي سرې، د نباتي ناروغيو د درملو او نور دېته ورته توکو مرسته وکړي.

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.