ژبه

چارواکي: د کوکنارو کر او قاچاق په هلمند کې ناامني رامنځته کړې

لښکرګاه (پژواک ١١ لړم ٩١): چارواکي وايي، چې د کوکنارو کر او قاچاق په هلمند کې جګړې او نا امنۍ ته زمينه برابره کړې ده.

دا خبره د هلمند والي محمد نعيم بلوچ نن (د لړم ١١مه) په لښکرګاه کې د کوکنارو پر ضد د عامه پوهاوي په اړه جوړه شوې غونډه کې وکړه، چې د ولايت د چارواکو ترڅنګ په کې د ولسواليو مسوولينو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

بلوچ په خپلو خبرو کې وويل، چې د نورو کلونو په پرتله سږ کال د ولايت اداره نوې ده او په هر ډول چې وي، د کوکنارو د کر مخه به نيسي.

د هغه په وينا، په تېرو کلونو کې به د کوکنارو پر وړاندې هغه وخت کمپاينونه کېدل، چې د کروندګرو به ډېر لګښتونه پرې شوي وو او د حکومت له خوا به په پراخو تدابيرو له منځه وړل کېدل، چې له امله به يې مرګ ژوبله ډېره وه.

نوموړي د نشه يي توکو پر ضد د وزارت جوړه شوې ستراتيژي ناسمه وبلله او زياته يې کړه، چې وزارت بايد له سره په دې ستراتيژۍ غور وکړي؛ ځکه په جنګ، کمپاين او زور سره د کوکنارو د کر مخه نيول ناشوني ده.

والي دغه راز وويل، چې له ځينو نورو وزارتونو سره يې هم په دې اړه خبرې کړې، چې د کوکنارو د بديل لپاره کار وکړي او له قومي مشرانو او ديني عالمانو څخه يې هم غوښتنه وکړه، چې په دې کار کې له دولت سره مرسته وکړي.

په غونډه کې د ياد ولايت د ملي امنيت رييس بريد جنرال نظرعلي واحدي وويل، چې کوکنار او جګړه سره تړلي دي؛ که کوکنار کر بند نه شي، جنګ هم نه شي بندېدلى.

نوموړي زياته کړه، چې د طالبانو د کوېټې شورا د ترياکو له محصول څخه د ځان د تجهيز لپاره امکانات برابروي، له همدې امله هغوى په سيمه کې خلک د دغه بوټي کرلو ته هڅوي او ملاتړ يې کوي.

د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام پر ټولو کروندګرو غږ وکړ، چې له دې وروسته دوى ته د کوکنارو پر ضد مبارزه کې د پوليسو وژل کېدل د نه زغملو وړ ده او تر کمپاين مخکې به ټول هغه کسان ونيسي، چې کوکنار کري.

د قوماندان په خبره، چې د هر جرېب کرل شوو کوکنارو پر سر به د ځمکې خاوند ته شپږ مياشتې د بند سزا ورکړل شي.

ورته موضوع