کابل (پژواک ١٧ لړم ٩١): د ولسي جرګې يو شمېر غړو له حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې هر څه ژر دې د ټاکنو د قانون طرحه د تصويب په موخه دې جرګې ته واستوي.
د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د فارياب استازي نقيب الله فايق وويل، چې حکومت د يو لړ ملحوظاتو له امله نه غواړي چې ياده طرحه د بحث او تصويب په موخه ولسي جرګې ته واستوي.
فايق زياته کړه: ((له ولسمشر ه کلکه غوښتنه کوو، چې هر څه ژر دې د ټاکنو د قانون طرحه دې جرګې ته معرفي کړي، ترڅو د ټاکنو په پروسه کې کومه قانوني ستونزه رامنځته نه شي.))
هغه وايي، که حکومت نه غواړي د ياد قانون طرحه ولسي جرګې ته معرفي کړي، دغه جرګه به د ټاکنو په برخه کې خپله يوه طرحه جوړه او تر بحث لاندې به يې ونيسي.
په ولسي جرګه کې د کابل استازې شکريي بارکزۍ وويل، چې د ولسي جرګې يو شمېر غړو د ټاکنو د قانون پر طرحې کار روان کړى دى.
هغې زياته کړه: ((که حکومت موږ ته طرحه راولېږي يا يې نه راولېږي، موږ بايد پر خپلې طرحې کار وکړو.))
د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي وويل، چې د ټاکنو قانون ډېر زيات مهم دى او په وار وار حکومت ته مکتوب استول شوى ترڅو د ټاکنو قانون طرحه ولسي جرګې ته واستوي خو حکومت تر اوسه په دې برخه کې اقدام نه دى کړى.
هغه زياته کړه: ((د حکومت لوري ته خطاب کوم، چې د ټاکنو د قانون طرحه ولسي جرګې ته راواستوي.))
ابراهيمي دا هم وويل، چې د ولسي جرګې د تقنين کمېسيون له يوې مودې را په دېخوا د ټاکنو د قانون پر طرحې کار روان کړى دى.
هغه زياته کړه، که حکومت د ټاکنو د قانون طرحه ولسي جرګې ته و نه لېږي، د جرګې له لوري جوړه شوې طرحه به د بحث او تاييد په موخه د جرګې غړو ته ووېشل شي.
د افغانستان د اساسي قانون په ٩٥مه ماده کې راغلي، چې د قانون د طرحې وړانديز د حکومت او يا هم د شورا د غړو له خوا کېداى شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د لړم په ١٠مه اعلان وکړ، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې به د ١٣٩٣ کال د وري په ١٦مه ترسره شي.
د ياد کمېسيون د چارواکو د معلوماتو له مخې، له مهالوېش سره سم به د ١٣٩٣کال د ولسمشرۍ د ټاکنو پايلې د غويي په ٢٤ مه او د ولايتي شوراګانو د ټاکنو پايلې به د غبرګولي په ١٧مه اعلان شي او که د ولسمشرۍ ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي، نو دويم پړاو به يې د ١٣٩٣ کال د غبرګولي په ٧مه تر سره شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن