هرات(پژواک،٢٦ لړم٩١): دهرات جامع جومات، چې دغوريانو دسلطنت پرمهال جوړ شوى دى ، د بيارغونې په برخه کې يې ملي سوداګرو د مرستو ژمنه وکړه .
د هرات ولايت د سوداګرۍ خونې مرستيال او ملي سوداګر حاجي توريالي غوثي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هرات د جامع جومات د بيارغونې لپاره ګڼو سوداګرو دمرستو ژمنې کړې دي .
هغه زياته کړه : ((د هرات جامع جومات يو تاريخي ځاى دى ، چې ساتل يې د ټولو دنده او دهرات سوداګرو يې اوس د بياجوړلو نيت کړى دى .))
د هرات د جامع جومات د جوړونې شورا مرستيال او د دې ولايت د اطلاعاتو او کولتور پخواني رييس ولي شاه بهره وويل ، چې د دې جومات د جوړونې په شورا کې سوداګر او صنعتکاران برخه لري او د جومات د جوړنې لپاره يې د مرستې ژمنه کړې ده.
هغه د شورا د غړيو دشمېر په اړه معلومات ورنکړل .
بهره زياته کړه : ((موږ د هرات له جامع جومات سره د مرستې لپاره فورمې جوړې کړي،چې د مرستې پيسې يوه بانکي حساب ته ځي او په روڼ ډول د جومات دجوړولو د شورا لخوا لګول کيږي .))
د تاريخ پوهانو د معلوماتو له مخې، دهرات جامع جومات د نړۍ په کچه څلورم لوى جومات دى ، چې له تاريخي ارزښته هم برخمن دى .
د بهره د معلوماتو له مخې، دهرات جامع جومات، افغانستان ته داسلام د دين له راتګ څخه وړاندې د زردشتيانو معبد و . دغه جومات په اوسنۍ بڼه د دولسمې او ديارلسمې پيړيو ترمنځ د غوريانو د سلطنت پرمهال ورغول شو.
اوس په دغه جومات کې په يوه وخت کې زرګونه لمونځ کوونکي ځاييږي .
دهرات مرستيال والي اصيل الدين جامي وويل ، چې د هرات د جامع جومات ډيره برخه نړېدلې وه او بيارغونې ته يې اړتيا درلوده .
هغه زياته کړه ، چې د ياد جومات د بيارغونې لپاره يې څو ځله په پلازمېنې کابل کې اړوند مراجعو ته وړانديز کړى، خو چا يې غږ نه دى اورېدلى .
د هرات د جامع جومات په جوړولو کې د نارينه وو ترڅنګ ښځينه سوداګرو هم ونډه اخيستې ده .
يو له دې ښځينه سوداګرو څخه نجيبه سادات ده ، چې ويې ويل: (( زه وياړم چې د جومات د جوړولو په برخه کې د مرستې کولو چانس راکړل شو.))
د هغې د معلوماتو له مخې، د هرات پنځوسو نورو ښځينه سوداګرو هم د ياد جومات دجوړلو لپاره دمرستې ټټر وهلى دى .
د ملي سوداګرو ترڅنګ د هرات يو شمېر کسبګرو او صنعتکارانو هم د ياد جومات د جوړولو لپاره د مرستې ژمنه کړې ده .
د افغانستان د صنعتکارانو د ټولنې مرستيال فريد احمد مولوي زاده وويل ، چې شاوخوا درې سوه صنعتکارانو په هرات کې له ياد جومات سره دمرستې کولو لپاره چمتوالى ښودلى دى .
د هرات د جامع جومات ملاامام او خطيب هيبت الله وويل ، چې په لومړي سر کې د جومات چت او کاشي کارۍ ته اړتيا لري او ورسته به د جومات فرش هم چمتو کيږي.
هغه هيله وښوده ،چې د جومات پاتې نورې برخې به هم ورغول شي
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن