ميدان ښار (پژواک ٢٧ لړم ٩١): چارواکي وايي، چې د ميدان وردګو په ځينو ولسواليو کې د عملياتو پر مهال اوه وسلوال طالبان وژل شوي او درې نور نيول شوي دي.
د وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د لړم په ٢٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د جغتو ولسوالۍ په برغولي غره کې د بهرنيو ځواکونو هوايي بريد شپږ وسلوال وژلي دي.
د هغه په وينا، وژل شوي وسلوال طالبان د غزني ولايت اوسېدونکي وو او مړي يې هم غزني ته لېږدول شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې تېره ورځ ناوخته په سيداباد ولسوالۍ کې د ملي اردو او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې يو وسلوال طالب وژل شوى دى.
شاهد وايي، چې د ياد عمليات په نرخ او سيداباد ولسواليو کې ترسره شوي، چې پر مهال يې ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم د ګډو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د ده په خبره، د عملياتو پر مهال ګډو ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
دغه راز شاهد وويل، چې د ملي پوليسو له خوا په نرخ ولسوالۍ کې درې وسلوال طالبان ژوندي نيول شوي دي.
د هغه په وينا، نيول شوي وسلوال، د عصمت الله، عبدالواحد او ملاسلام په نومونو دي، چې په سيمه کې يې د وسلوالو طالبانو له قوماندان الله نور سره فعاليت کاوه.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن