واشنګټن ( پژواک ٢ ليندۍ ٩١ ) : د امريکا متحدو ايالاتونو وروسته له هغه د شفافو او عادلانه محکمو غوښتنه وکړه، چې د افغانستان حکومت ١٤ تنه اعدام کړل.
امريکا دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې ولسمشر حامد کرزي درې ورځې مخکې د١٦ تنو د اعدام حکم توشيح کړ او په تېرو دوو ورځو کې د څرخي پله په زندان کې له دې ډلې ١٤ تنه يې اعدام شول.
د عدليې وزارت وايي، دغه کسان چې د اعدام حکمونه پرې شوي، جنسي تېري کوونکي، تښتوونکي، قاتلان او ځينې نور مجرمين دي، چې د درې ګونو محکمو لخوا پرې د اعدام حکمونه شوي دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند مارک ټونر پرون خبريالانو ته وويل ، چې که څه هم دا د افغانستان د محاکمو داخلي موضوع ده، خو زياته يې کړه ، چې افغانستان بايد په دې اړه نړيوالو مسووليتونو ته ژمن واوسي.
هغه زياته کړه : (( موږ لکه څنګه چې د نړۍ نورو هېوادونو ته مشورې ورکوو ، دافغانستان حکومت ته هم مشوره ورکوو، چې په دې برخه کې د بشري حقوقو په اړه نړيوالو مسووليتونو او په ځانګړې توګه شفافو او عادلانه محکمو ته درناوى ولري.)))
نوموړي ددې پوښتنې په ځواب کې، چې په افغانستان کې د ١٤ تنو له اعدامولو سره د امريکا اندېښنه څه ده ؟وويل : (( هو موږ اندېښنمن يو، چې ايا د دې کسانو د محکمو پروسه عادلانه ، منصفانه او شفافه او له نړيوالو معيارونو سره سمه وه او که نه؟ ))
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند په دې اړه، چې هېواد يې د يادو اعدامونو له پروسې څخه ډاډمن دى،وويل چې دا دافغانستان کورنۍ مسئله ده ، چې له خپل کورني قانون سره سم يې ترسره کړې ده.
د يادونې ده ، چې پرون د بشر د حقوقو د څار نړيوال سازمان او وسلوالو طالبانو هم پر دې اعدامونو اندېښنې ښودلې دي.
خو تېره ورځ د کابل ښار د جوماتونو ملا امانانو او خطيبانو ولسمشر کرزي سره د ليدنې پر مهال ددې اعدامونو ملاتړ وکړ.