بروکسل (پژواک ۱۳ لېندۍ ۹۱): ټاکل شوې ده، چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ په لندن کې د افغانستان، پاکستان او انګليستان درې اړخیزه غونډه جوړه شي.
په بروکسل کې دافغانستان یوې دیپلوماتیکې سرچینې، چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، د لېندۍ په ۱۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې په دې غونډه کې د درېیو واړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران برخه اخلي.
سرچینې زیاته کړه، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمی رسول سبا ناوخته بلجیم ته رسیږي او د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې تر ګډون وروسته به لندن ته ځي.
دغې دیپلوماتیکې سرچینې وویل، چې په درې اړخیزه غونډه کې به دافغانستان دامنیت او سولې پروسې په اړه خبرې وشي.
دافغانستان، انګليستان او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزو غونډو لړۍ په کابل کې پیل شوې وه، د روان لمریز کال د تلې په میاشت کې په امریکا کې هم د درېیواړو هیوادونو د لومړي وزیرانو او ولسمشرانو په ګډون دا ډول غونډه جوړه شوې وه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن