ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راسموسن: ۳۶ هېوادونو د ناټو په نوي ماموريت کې د مرستې ژمنې کړي

راسموسن: ۳۶ هېوادونو د ناټو په نوي ماموريت کې د مرستې ژمنې کړي

author avatar
5 Dec 2012 - 11:31
راسموسن: ۳۶ هېوادونو د ناټو په نوي ماموريت کې د مرستې ژمنې کړي
author avatar
5 Dec 2012 - 11:31

 بروکسل (پژواک ۱۴ لېندۍ ۹۱): ناټو وايي، چې تر اوسه ۳۶ هېوادونو له ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو په نوي ماموريت کې د مرستې او همکارۍ ژمنه کړې ده.

دغه څرګندونې د ناټو سازمان عمومي سرمنشي د لېندۍ په ۱۳مه په بروکسل کې د ناټو د بهرنيوچارو وزيرانو له غونډې يوه ورځ مخکې دپژواک خبري اژانس په ګډون دافغاني خبريالانو له څلور کسيزې ډلې سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه،چې د ناټو ماموريت له ۲۰۱۴ زېږديز کال وروسته پاى ته رسېږي او د افغانستان د حکومت په غوښتنه، ناټو په ۲۰۱۵ زېږديز کال کې نوى ماموريت پيلوي.

د راسموسن په وينا، په نوي ماموريت کې به ناټو په هېڅ ډول په جګړه ييزو عملياتو کې برخه  وانخلي او نوې دنده به يې يواځې افغان ځواکونو ته روزنه، مشوره او همکاري وي.

نوموړي د پژواک اژانس د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د ايساف له ۵۰ هېوادونو څخه به څو هېوادونه د ناټو په نوي ماموريت کې ونډه ولري؟ وويل: ((د ناټو سازمان د ۲۸ غړو هېوادونو ترڅنګ اتو غير ناټو اتحادي هېوادونو په نوي ماموريت کې د ورګډېدو ژمنې کړې دي.))

راسموسمن وويل، چې د ناټو نوي ماموريت ته لا دوه کاله پاتې دي او کېداى شي تر دې نېټې پورې ګڼ شمېر نور هېوادونه هم دې ته لېوالتيا وښيي، چې له نوي ماموريت سره مرسته او همکاري وکړي.

د ناټو سرمنشي شاوخوا دوه مياشتې مخکې کابل ته خپل سفر ته په اشارې سره وويل، هلته يې وليدل، چې افغان ملي ځواکونه پياوړي شوي او د خپلو سيمو امنيت ساتلاى شي.

نوموړى وايي، چې د افغانستان د ۷۵ سلنې خاورې د امنيت چارې افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي، اوسمهال ۸۰ سلنه عمليات د هغوى په مشرۍ ترسره کېږي او ۹۰ سلنه روزنه هم په خپله د افغان روزونکو له خوا ورکول کېږي.

هغه زياته کړه، چې نړيوالې ټولنې په بن، شيکاګو او توکيو کنفرانسونو کې له افغانستان سره د اوږودمهاله مرستو او همکاريو ژمنې کړي او دوى افغانستان يواځې نه پرېږدي.

راسموسن وويل، چې افغان حکومت هم له نړيوالې ټولنې سره د ښې حکومتولۍ رامنځته کولو، د اداري فساد د له منځه وړو، د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د خونديتوب، د رڼو او عادلانه ټاکنو د ترسره کولو ژمنې کړې دي.

د هغه په وينا، کابل ته د سفر پر مهال ولسمشرکرزي ورسره ژمنه کړې، چې پر يادو ژمنو به عمل کوي.

د ناټو عمومي سرمنشي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو نوى ماموريت به څو کاله دوام وکړي؟ وويل، چې تر اوسه په دې اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

هغه زياته کړه:((تر څو پورې چې اړتيا وي او د افغانستان د حکومت غوښتنه وي، دغه ماموريت به ادامه لري.))

نوموړي وويل، چې د ناټو نوى ماموريت د افغان حکومت په غوښتنه پيليږي، خو بيا هم د دغه کار لپاره به دوى ټول قانوني مراحل طى کوي او د دې امکان شته چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا هم په دې اړه پرېکړه وکړي.

راسموسن وايي، چې د ناټو په نوي ماموريت کې د روزونکو او سرتېرو د شمېرې په اړه تر اوسه پرېکړه نه ده شوې او کله چې د نوي ماموريت مهالوېش رانږدې شو، بيا به يې په اړه پرېکړه کېږي.

د ناټو سرمنشي زياته کړه، چې په نوي ماموريت کې به د دوى ځواکونه په هېڅ ډول جګړه ييزو عملياتو کې برخه نه اخلي، خو د اړتيا پر مهال له ځان څخه د دفاع حق لري.

راسموسن د دې پوښتنې په ځواب کې، چې روسي روزونکي به تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو د روزنې په نوي ماموريت کې افغان ځواکونو ته روزنه نه ورکوي؟ وويل: ((فکر نه کوم چې هغوى افغانستان ته د روزنې لپاره راشي، داسې پلان شته چې هغوى يو شمېر افغان ځواکونه په خپله خاوره کې وروزي.))

د هغه په وينا، ناټو د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر له روسيې سره هم د اوږودمهاله ستراتيژيکو اړيکو د جوړولو په هڅه کې ده.

نوموړي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د هوايي ځواک د نه شتون په صورت کې د افغان ځواکونو له خوا د جګړه ييزو عملياتو په اړه وويل، ناټو باور لري، چې افغان ځواکونه به په بشپړه توګه امنيت او د عملياتو مسووليت پر غاړه واخلي.

راسموسن زياته کړه، چې په دې برخه کې يو شمېر هېوادونو له افغان حکومت سره په دې اړه خبرې کړي او د ځينو وسايلو مرستې يې هم کړې دي.

هغه د افغانستان د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په اړه وويل، چې د امنيت ساتلو مسووليت يې د افغان ځواکونو پر غاړه دى، خو که له ايساف څخه په دې اړه مرسته وغوښتل شي، دوى يې مرستې ته حاضر دي.

د ناټو سرمنشي د افغانستان په سوله کې د پاکستان د رول په اړه د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې نن يې د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزيرې حنا رباني کهر سره په دې اړه خبرې کړې دي.

نوموړي زياته کړه، چې پاکستان د افغان شخړې سياسي هوارى غواړي ،خو زياته يې کړه، چې دا يوه افغاني مسئله ده او بايد افغانان يې په خپله هواره کړي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.