Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بدخشان د لسو ولسواليو غځېدلې لارې واورو بندې کړې

کندوز (پژواک ۲۵ لېندۍ ۹۱): په بدخشان ولايت کې د درنې واورې اورېدو له امله د دغه ولايت د لسو سرحدي ولسواليو نښلوونکې لارې تړل شوې او په زرګونه کورنۍ د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شوې دي.

د بدخشان د والي وياند عبدالمعروف راسخ وايي، چې د دروازو پنځه او د راغو درېيو ولسواليو په ګډون، شغنان او واخان ولسوالۍ په هغو سيمو کې راځي، چې د درنې واورې اورېدو له امله يې لارې تړل شوې دي.

د ده د معلوماتو له مخې، هر کال د يادو ولسواليو لارې د واورو له امله تړل کېږي.

 راسخ هغه توکي، چې د کرنې ادارې له خوا يادو ولسواليو ته رسېدلي وو، کافي ونه بلل او تاييد يې کړه چې تر ٧٠٠ ډېرې کورنۍ د خوراکي توکو له کموالي سره مخ دي او مرستندويه بنسټونه بايد د دغو خلکو ستونزو ته ځان ورسوي.

د سيمې اوسېدونکي د لارو په تړل کېدو سره په لوړه کچه د خوراکي او غير خوراکي لومړنيو توکو د بيو لوړېدو اندېښمن کړي دي.

د شغنان ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدلقهار پژواک ته وويل: “د اوړو، وريجو، غوړيو، سون لرګيو او د اړتيا نورو توکو بيې ډېرې اوچتې شوې، له حکومته غواړو چې په دې برخه کې جدی پاملرنه وکړی.”

هغه زياته کړه، چې د شغنان ولسوالۍ نښلوونکې لارې هر کال د زياتې واورې له امله بندېږي او اوسېدونکي يې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ وي.

خو د بدخشان د والي وياند وايي، که چېرې وضعيت همداسې دوام ولري، نو د بدخشان سيمه ييزه اداره به هڅه وکړي، چې د دې سيمو اوسېدونکو ته د ګاونډي هېواد له لارې مرستې ورسوي؛ ځکه په وينا يې، د ځمکې له لارې د توکو لېږد ناممکن دی.

د بدخشان د والي وياند هيله څرکنده کړه، چې د ورښتونو په ودرېدو به د دغو ولسواليو لارې يو ځل بيا د ترافيکو پر مخ پرانيستل شي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.