ژبه

رهين د کندهار د تاريخي ځايونو د رغولو ژمنه وکړه

کندهار ښار (پژواک ٧ مرغومى ٩١): د اطلاعاتو او کولتور وزير سيد مخدوم رهين کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې له تاريخي ځايونوڅخه د ليدنې پرمهال ژمنه  وکړه، چې د دې ولايت تاريخي ځايونه به رغوي.

له هغه وروسته، چې رهين د دويم ځل لپاره د اطلاعاتو او کولتور د وزير په توګه ټاکل شوى، دا لومړى ځل دى، چې تېره ورځ يې کندهار ته سفر وکړ.

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې رهين له ولايتي چارواکو سره په ګډه په کندهار کې د خرقې مطهرې، احمد شاه بابا مقبرې او په زاړه ښار کې له نارنج ماڼۍ څخه ليدنه وکړه.

هغه زياته کړه، د اطلاعاتو او کولتور وزير، چې په تېرو کلونو کې يې د کندهار تاريخي ابداتو او کولتوري برخې ته هېڅ پاملرنه، نه ده کړې، په دغه ولايت کې يې د اړوند رياست کارونه وستايل.

مخدوم رهين د کندهار له تاريخي ځايونو څخه د ليدنې په لړ کې، د دې ولايت موزيم او کتابتون د هېواد په کچه تر ټولو غني وبلل او ويې ويل، چې دلته د پرتو تاريخي اثارو د قدامت معلومولو په موخه به د لرغونپوهانو يو پلاوى رالېږي.

نوموړي، دغه راز ژمنه وکړه، چې وزارت به يې د کندهار د تاريخي اماکنو د ترميم او ساتنې غم وخوري.

د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا له وزير څخه وغوښتل، چې د دې ولايت د اطلاعاتو او کولتور رياست تړل شوې مطبعه بېرته فعاله کړي، طلوع افغان ورځپاڼې ته مالي امکانات برابر کړي او د کندهار د ملي راډيو تلوېزيون نشراتي برخه پياوړې کړي.

اوس مهال د کندهار  يواځې  يوه دولتي ورځپاڼه (طلوع افغان) د ملي سوداګرو په مالي مرسته چلېږي.

د کندهار کولتوري کړۍ هم په دې ولايت کې د اطلاعاتو او کولتور وزارت کارونه او فعاليتونه پڅ ګڼي او له وزير څخه د ډېر کار غوښتنه کوي.

ورته موضوع