ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورنيو چارو وزارت چارواکي: د امريکايي سلاکار وژونکې پوليسه رواني تکليف لري

author avatar
27 Dec 2012 - 19:11
author avatar
27 Dec 2012 - 19:11

کابل(پژواک، ٧مرغومى٩١): د کورنيو چارو وزارت وايي، هغه پوليسه چې د کابل په امينه قوماندانۍ کې يې يو امريکايي سلاکار په ډزو وواژه،رواني تکليف لري.

دغه پوليسه ، چې نرګس نوميږي اوايرانۍ ده،د مرغومي په څلورمه يې د کابل په امنيه قوماندانۍ کې يو امريکايي سلاکار په ډزو وواژه او ونيول شوه.

د کابل د اسمايي ١٠١ زون  د جنايي څېړنو مشر سمونوال محمد ظاهر د مرغومي په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لومړنيو څيړنو ښودلې، چې نرګس رواني تکليف لري.

هغه زياته کړه ، چې د همدې رواني تکليف له امله له هغې څخه تردې مهال په سمه توګه څيړنې هم نه دي شوي.

نوموړى وايي، چې نرګس به د پلټنو په موخه بل کوم هيواد ته ونه سپارل شي او د افغانستان په دننه کې به د موجوده نافذه قوانينو په رڼاکې محاکمه شي.

دغه راز د کونيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقي پژواک ته وويل،چې نرګس د امريکايي مشاور  تر وژلو وروسته غوښتل ، چې نور پوليس هم په نښه کړي، خو تومانچې يې کار و نه کړ.

 دده په خبره، د رواني تکليف له امله په تيرو دوو ورځو کې له نرګس څخه په سمه توګه پلټنې نه دي شوي.

صديقي وايي، دغه پوليسه د څيړنو پرمهال همدا وايي( ما ولې نه وژنئ؟)

د کورنيو چارو وزارت وياند څرګنده کړه،چې نرګس به تر پنځلسو ورځو پورې له دوى سره په بند کې وي، ترڅو ددغه قتل اصلي انګيزه جوته شي، چې سياسي ده او که څنګه؟

له بلې خوا په کابل کې د ايساف مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل،چې دغه پوليسه د افغانان ځواکونو په بند کې ده او د پېښې په اړه ترې څيړنې روانې دي او ايساف د روانې څيړنې په اړه خبرې نه کوي.

د يادونې ده، چې د ۱۳۹۰ کال د کب په ۶مه هم د کورنيو چارو په وزارت کې په دوو لوړپوړو امريکايي سلاکارانو ډزې وشوې او دواړه ووژل شول.

وروسته بيا د کورنيو چارو وزارت وويل، چې بريدګر د همدغه وزارت اړوند کارکوونکی و او تښتېدلى دى.

خو داسې راپورونه هم خپاره شول، چې دغه بريدګر، چې ٢٥ کلن و، عبدالصبور نومېده، د پروان ولايت اوسېدونکی او د کورنيو چارو وزارت د استخباراتو په رياست کې يې دنده درلوده.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.