محمودراقي (پژواک ١٩ سلواغه ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې يو وسلوال مخالف وژل شوى او ٢٤ تنه له وسلوالو مخالفينو سره د لاس لرلو په شک نيول شوي دي .
د تګاب امنيه قوماندان سمونوال محمدنوروز پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرې شپې راهيسې تر اوسه ( له غرمې وروسته تر شاوخوا درې نيمو بجو ) د دې ولسوالۍ په ادې زيي ، عمرخېلو او ځينو نورو سيمو کې له وسلوالو مخالفينو سره د افغان او بهرنيو ګډو ځواکونو نښته روانه وه.
دى وايي، چې په دې نښته کې يو تن وسلوال مخالف وژل شوى او بل ټپي دى.
هغه وويل، چې د عملياتو پر مهال ٢٤ تنه له وسلوالو مخالفينو سره د لاس لرلو په شک نيول شوي ، خو تر پلټنو وروسته به بې ګناه کسان بېرته خوشې شي .
نوروز وايي، چې په ياده نښته کې افغان او بهرنيو ځواکونو او دغه راز ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د سيمې يو اوسېدونکى عبدالرقيب وايي، چې د نښتې پر مهال خلک له کورونو نه دي وتلي او دى هم په نښته کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
هغه وايي، چې ده يواځې د ايساف ځواکونو يوه چورلکه ليدلې، چې د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه سيمه کې غرمه مهال راوغورځېده او اور يې واخيست.
طالبانو د يادې نښتې په اړه څه نه دي ويلي ، خو وايي، چې دغه چورلکه په يو راکټي بريد کې راغورځول شوې او په کې سپاره ټول کسان وژل شوي دي .
په کابل کې دايساف ځواکونو هم منلې، چې په تګاب کې يې يوه چورلکه غورځېدلې ده .
سرچينې زياته کړې ، چې دمګړۍ په دې اړه پلټنې کوي.
يادو ځواکونو ويلي ،چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د دوى سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.