ژبه

“په کندهار کې انټرنېټي خدمتونه معياري نه دي”

کندهار (پژواک ٢٥ سلواغه ٩١): د کندهار اوسېدونکي وايي، که څه هم په دغه ولايت کې د پخوا په پرتله انټرنېټ ته د لاسرسي کچه لوړه شوې، خو خدمتونه يې لکه څنګه چې بايد واى، هغسې معياري نه دي.

په کندهار کې څو کلونه مخکې انټرنېټي خدمتونه ډېر لږ وو، خو په دې وروستيو کې په دې برخه کې ګڼو خصوصي او دولتي شرکتونو کار پيل کړى او انټرنېټي خدمتونه يې د کندهار ښار تر بېلابېلو برخو رسولي دي.

که څه هم د کندهار اوسېدونکي خوښ دي، چې دلته انټرنېټي خدمتونو کچه لوړه شوې، خو له کيفيت او ټيټ معيار څخه يې شکايت کوي.

د کندهار ښار د هرات بازار يوه اوسېدونکي عطاء محمد پژواک اژانس ته وويل، په تېر کې د انټرنېټ بيه ډېره لوړه او خدمتونه يې ډېر محدود وو؛ ځکه دلته د هېواد د ډېرو برخو په شان انټرنېټ له سټلايټ څخه و، خو په دې وروستيو کې چې افغانستان له نوري فايبر سره وصل شوى، په کندهار کې هم انټرنېټي خدمتونه ډېر شوي دي.

خو دى وايي، دغه انټرنېټي خدمتونه هغسې معياري نه دي، لکه څنګه چې يې اړوند شرکتونه سينه ډبوي.

هغه زياتوي: ((په کندهار کې په دې وروستيو کې ګڼې خصوصي کمپنۍ لکه انسټا ټيليکم، افغان ټيليکم، اې ايف نېټ او سټريم لينک په ډي ايس ايل، واى فاى او بېلابېلو نورو بڼو انټرنېټي خدمتونه وړاندې کوي، دغو کمپينو په دې وروستيو کې بيې ټيټې کړې، خو هومره سپېډ (چټکتيا) نه ورکوي، څومره چې يې دغه کمپنۍ دعوه کوي.))

د نوموړي په وينا، د دې تر څنګ ډېر مهال د دغو کمپنيو له خوا په ورکړل شوي نېټ کې د تخنيکي ستونزو له امله ځنډ هم رامنځته کېږي، خو پر وخت نه جوړېږي.

د کندهار ښار د عينو مېنې اوسېدونکى صديق الله وايي، چې دا مهال په کندهار کې راجسټر شوي او ناراجسټر شوي درې شرکتونه او څو مخابراتي شبکې خلکو ته د انټرنېټ خدمتونه وړاندې کوي، خو له يوې يې هم خلک نه دي خوشحاله.

دى وايي، کله چې اتصالات مخابراتي شرکت د هېواد په کچه تري جي 3G خدمتونه پيل کړل، خلک ډېر ورته خوشحاله وو، خو اوس داسې ښکاري، چې دغه شرکت په خپل دغه کار کې پاتې راغلى او خدمتونه يې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه: ((اتصالات په کندهار کې ډېر ناوخته خپل تري جي خدمتونه پيل کړل، چې ګڼ لوستي ځوانان ورته خوشحاله وو، خو ډېر وختونه د دغه شرکت خدمتونه نه يوازې د کندهار ښار په ډېرو برخو، بلکې په عينو مېنه کې هم، چې د استوګنې پرمختللى ښارګوټى دى هيڅ د استفادې وړ نه دى او په ساعتونو ساعتونو نه وصل کېږي.))

دى وايي، دغه شرکت ترې د يوې مياشتې لپاره د درې جي بي نېټ شا وخوا ١٠٠٠ افغانۍ لګښت ګرځوي، خو کار نه کوي او دا داسې معنا لري، لکه دغه شرکت چې له خلکو پيسې غلا کوي.

د کندهار ښار د کارېز بازار يو بل اوسېدونکى بهاءالدين بيا وايي، چې د انټرنېټ د بيو ټيټوالي هيڅ ګټه نه ده کړې، ځکه په سرعت کې يې کوم توپير نه دى راغلى.

دى وايي، له انسټا ټيليکم څخه يې 512KB/S (7 Share)واى فاى نېټ د يوې مياشتې لپاره په څه کم څلور زره افغانۍ اخيستى و، خو دغې کمپنۍ په دې وروستيو کې اعلان وکړ، چې اوس په همدغه بيه 1MB/S نېټ ورکوي.

د ده په خبره، د انټرنېټ د بيو ټيټوالى يوازې د شرکتونو تر اعلانولو پورې محدود پاتې شوى او په سرعت کې يې هيڅ توپير نه دى راغلى، لکه څنګه چې يې هغوى دعوه کوي.

په کندهار کې د انټرنېټي خدمتونو وړاندې کوونکي شرکتونه دا نه مني، چې ګواکې انټرنېټي خدمتونه يې غير معياريي دي، خو وايي، چې په دې وروستيو کې يې د انټرنېټ بيې څو برابره را ټيټې کړې دي.

د اې اېف نېټ په نوم د انټرنېټي خدمتونو وړاندې کوونکي شرکت مسوول عزيز احمد وايي: ((زموږ خدمتونه هماغسې دي، لکه پخوا چې وو، خو اوس يې د پخوا په پرتله په بيو کې ډېر ټيټوالى راغلى دى او کېداى شي څه موده وروسته نور هم ارزانه شي.))

د سټريم لينک په نوم د يوه بل شرکت مسوول نصير احمد بيا وايي، کېدای شي د وخت په تېرېدو د دوى خدمتونه هم سم شي.

دی وايي، له کومې ورځې چې يې شرکت په کندهار کې په کار پيل کړی دی، ورسره سم د نورو شرکتونو بيې هم راټيټې شوې دي.

د ده په خبره، د شرکتونو تر منځ سالم رقابت د خلکو په ګټه دی.

په کندهار کې د اتصالات مخابراتي شرکت، چې تري جي خدمتونه وړاندې کوي، يوه سيمه ييز مسوول له نوم ښودلو پرته ومنله، چې لا تر اوسه يې دغه ولايت د تري جي تر بشپړ پوښښ لاندې نه دى راوستى، خو د خلکو هغه خبرې يې رد کړې، چې ګواکې هغوى ترې پيسې غلا کوي.

دغې سرچينې وويل، که هر مشتري ستونزه ولري، نو کولاى شي د هغوى له ادارې سره په اړيکه کې شي.

د کندهار د مخابراتو او ټکنالوژۍ رياست چارواکي وايي، چې که کوم مشتري په دې برخه کې ستونزې لري، خپل شکايتونه دې د هغوى تر رياست پورې ور ورسوي.

د دغې ادارې رييس شاه محمد اسحاق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر اوسه ورته زياتو کسانو شکايت نه دى کړى، خو هغوى به دغه راز ستونزې له اړوندو چارواکو سره شريکې کړي.

دى وايي، اداره به يې دغه راز په دې ولايت کې د انټرنېټي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو له مسوولينو سره هم په دې اړه خبرې وکړي.

د دغه رياست رييس زياته کړه، له ادارې سره يې تر دې مهاله دوه انټرنېټي شرکتونه راجسټر شوي، خو کېداى شي نور شرکتونه هم فعاليت ولري.

په دې وروستيو کې د هېواد نورو برخو تر څنګ په کندهار کې هم مخابراتي شبکو او انټرنېټي شرکتونو د کميت پر بنسټ پرمختګ کړى، خو څرګنده نه ده، چې کيفيت به يې کله ښه او د دې وړ شي، چې خلک يې له کاره خوښي وښيي.

ورته موضوع