ژبه

پاڅون کوونکي: په پنجوايي کې د وسلوالو طالبانو ظلمونو پاڅون ته اړ کړو

کندهار ښار (پژواک ٢٨ سلواغه ٩١): د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د يو شمېر کليو اوسېدونکو د وسلوالو طالبانو پر ضد ولسي پاڅون پيل کړى دى.

پاڅون کوونکي وايي، د وسلوالو طالبانو ظلمونو اړ کړل، چې عادي ژوند پرېږدي او په هغوى پسې وسلې را واخلي.

دغه ولسي پاڅون څو ورځې وړاندې لومړى د پنجوايي ولسوالۍ په څلورو کلو (کاکړان، مامک کوه، خوګياڼو او اپښين کوه) کې پيل شو، خو اوس ويل کېږي، چې دغه لړۍ درېيو نورو کليو شادولا، شابوزۍ او کوشکک ته هم غځېدلې او ګڼو ځوانانو د طالبانو پر ضد وسلې را اخيستې دي.

پنجوايي د کندهار ښار په لوېديځ کې د ٢٥ کيلومتره په واټن پرته ولسوالۍ ده، خو د پاڅون سيمه بيا د ولسوالۍ له مرکز څخه شاوخوا ١٠ کيلومتره لرې د کرنيزو ځمکو او لويو تپو په منځ کې ده.

يو شمېر پاڅون کوونکو له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې له وسلوالو طالبانو سره يې په لومړۍ جګړه کې درې وسلوال وژلي او د هغوى له لوري يې شل خښ شوي ماينونه کشف او شنډ کړي دي.

د زنګ اباد سيمې اوسېدونکى عبدالودود، چې د پاخه عمر لرونکى دى، د پاڅون کوونکو مشر دى، پژواک اژانس ته يې وويل، چې وسلوالو طالبانو نه يواځې د سيمې پر اوسېدونکو ظلمونه کول، بلکې هغوى يې د ژوند له هر راز اسانتياوو بې برخې کړي وو.

هغه زياته کړه، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د هغوى ښوونځي تړل شوي، روغتيايي کلينيک خو يې پخوا لا سوځول شوى و او په ټوله سيمه کې يوه لوېشت پوخ سړک نه لري.

نوموړى دغه راز وايي، چې په تېرو کلونو کې يې ګڼ شمېر کليوال د طالبانو له خوا له دولت سره د تړاو په تور دومره وهل شوي، چې د ډېرو لاسونه او پښې مات شوي او يو شمېر نور يې بيا وژلي او سخت ټپيان کړي دي.

 عبدالودود وايي: ((دغه حالت نور خلکو ته د زغم وړ نه و او مجبور شول، چې خپل عادي ژوند پرېږدي او په طالبانو پسې وسلې را واخلي.))

 د هغه په خبره، دا مهال د هغو ولسي پاڅون کوونکو شمېر، چې په وسلو سمبال دي، ٦٥ تنه دى، خو د شاوخوا کليو د ٣٠٠ کورنيو اوسېدونکي يې ملاتړ کوي.

 د پاڅون دغه مشر له دولت څخه وغوښتل، چې ننګه يې وکړي، ښوونځي يې پرانيزي، روغتيايي مرکزونه ورته جوړ کړي او په سيمه کې يې د بيارغونې کارونه وکړي.

 د سيمې نور اوسېدونکي، چې زياتره يې تنکي او تاند ځوانان دي، سخت قهرېدلي معلومېدل او په ډله ييزه توګه يې په يو شمېر سيمو کې د مخالفينو له خوا د خښ شوو ماينونو د ايستلو هڅه کوله.

 له دې ډلې د محمد قاسم په نوم د کوشکک کلي اوسېدونکى وايي، که څه هم دا ډېر خطرناک کار دى، خو دوى غواړي، چې خپله سيمه له ماينونو پاکه کړي.

 دى وايي، تر هغه وروسته چې په سيمه کې يې ولسي پاڅون پيل شوى، لسګونه هغه ماينونه يې بېرته را ايستلي، چې وسلوالو طالبانو په بېلابېلو سيمو کې خښ کړي وو او دوى ته معلوم وو.

 د نوموړي په وينا، خلک نور له وسلوالو او د هغوى د بهرنيو ملګرو له لاسه تر پوزې رسېدلي وو، نيمه شپه به يې خلک له کورونو ايستل او په دې نوم به يې له ځانه سره بيول، چې له دولت سره تړاو لري، چې وروسته به يې يا مړى وموندل شو او يا به يې دومره وهلى و، چې دايمي به يې معيوب کړى و.

 هغه زياته کړه، چې له خلکو سره د هغوى د دغه راز اعمالو پر وړاندې بله هېڅ لاره نه وه پاتې، بې له دې چې وسله واخلي، خپل کور، کلى او خلک د هغوى له شر څخه وژغوري.

 د پنجوايي ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل سلطان محمد هم وايي، چې د پنجوايي په بېلابېلو سيمو کې خلکو د لومړي ځل لپاره د طالبانو پر ضد وسلې را اخيستې دي.

 هغه وايي، هڅه کوي، پاڅونوال د سيمه ييزو پوليسو په ليکه کې جذب کړي، تر څو د يوه رسمي تشکيل له لارې د خپلو سيمو امنيت خوندي کړي.

 نوموړي زياته کړه، چې له دغو خلکو سره به د وسلو تر څنګ په نورو برخو کې هم مرستې وشي.

 د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزي پژواک اژنس ته وويل، چې خلک نور په حقيقتونو پوه شوي او نور نه غواړي د وسلوالو طالبانو تر ظلمونو لاندې ژوند وکړي، ځکه خو يې پاڅون کړى دى.

 هغه زياته کړه، چې له ولايتي ادارې سره په همغږۍ به د دغو کليو اوسېدونکو ته هر اړخېزې اسانتياوې برابرې کړې، ځکه تر دې وروسته به امنيتي ستونزه نه لري او هره اداره به په ډاډه زړه په سيمه کې کار کولای شي.

 د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل هم وايي، چې د پنجوايي ولسوالۍ په زنګ اباد، شادولا، شابوزۍ او کوشکک کلو کې له تېرو څو ورځو راهيسې د سيمو اوسېدونکو د ولسي پاڅون په پايله کې وسلوال مخالفين شړلي دي.

 دى وايي، چې پاڅون کوونکو له سيمه ييزو پوليسو سره په ګډه له تېرو څو ورځو راهيسې ١٨٠ ماينونه کشف او شنډ کړي دي.

 د ده په خبره، د دغه ولسي پا څون په پايله کې نه يواځې دا چې خلک د ړندو ماينونو له خطر څخه وژغورل شول، بلکې له مخالفينو سره په مخامخ نښتو کې درې وسلوال طالبان هم وژل شوي او يو ټپي شوى، چې ټپي وګړى وروسته امنيتي ځواکونوته سپارل شوى دى.

 د طالبانو پر ضد د وسلوالو پاڅونونو پيل د غزني له يوې ګڼ مېشتې ولسوالۍ اندړو څخه وشو، چې په دغه ولايت کې د طالبانو تر ټولو پياوړی مرکز بلل کېده، وروسته دغه لړۍ لوګر، فارياب، هلمند او ځينو نورو ولايتونو ته هم وغځېدله.

 

ورته موضوع