کوېټه (پژواک، ٢٨ سلواغه ٩١): د پاکستان په کوېټې ښار کې د ماين په چاودنه تر دېرشو زيات کسان وژل شوي او تر سلو ډېر نور ټپيان دي.
د کوېټې د پوليسو مشر زبير محمود پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن ماښام د کوېټې ښار د کيراني سړک په سبزي منډيي سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
دی وايي، ښايي د وژلو شويو او ټپي شويو کسانو تر يادې شوې شمېرې نوره هم لوړه شي.
د هغه په وينا، د لومړنيو معلوماتو پربنسټ، چاودېدونکي توکي په يوه رکشه کې ځای پر ځای شوي وو او د ريموټ کنټرول له لارې چاودنه ورکړل شوې ده.
خو د پېښې عيني شاهدان وايي، چې تر اوسه پورې په پېښه کې پنځه پينځوس تنه وژل شوي او تر يو نيم سل زيات ټپيان دي.
يوه عيني شاهد وايي، چې سلګونه کسان د پېښې په ځای کې يوې او بلې خواته په وينو لړلي پراته وو.
دی وايي، ښايي په دې چاودنه کې تر سلو ډېر کسان وژل شوي وي.
د ده په خبره، د چاودنې له امله پر سړک ولاړو رېړيو او دوکانونو ته هم سخت تاوان اوښتی دی.
د پېښې له امله، د کويټې په ملکي روغتون او بولان ميډيکل کمپليکس کې بېړني حالت اعلان شوی دی.
تر چاودنه وروسته، د پېښې په ځای کې تر ډېره وخته ډزې هم کېدې.
تر اوسه د پېښې مسوليت چا نه ده منلی.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن