ژبه

د کندهار له واټونو څخه د امنيتي موانعو د لېرې کولو لړۍ پيل شوه

کندهار( پژواک ،د کب ٥مه، ٩١) :د کندهار ښاروالۍ او ولايتي ادارې په ګډو هڅو د ښار له بېلا بېلو واټونو څخه د امنيتي موانعو د لېرې کولو لړۍ پيل شوه.

دغه امنيتي موانع (کانګرېټي دېوالونه) په تېرو څو کلونو کې د کندهار ښار د بېلا بېلو ادارو د ساتنې په موخه درول شوې و، چې د ښار ګڼ سړکونه او لارې يې د خلکو پر مخ تړلې وې.

په کندهار کې د دغو امنيتي موانعو د لېرې کولو لړۍ نن د کب په ٥مه پيل شوه او په لومړي ګام کې د کندهار ښار په لومړۍ ناحيه کې د ملي امنيت پر اداره را ګرځېدلې موانع لېرې شول.

په همدې مهال د کندهار ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال پژواک خبري اژانس ته وويل، اوس د پخوا په پرتله په کندهار کې امنيتي وضعيت ښه شوى او دا اړتيا ليدل کېږي، چې د خلکو د ستونزو د هواري په موخه له سړکونو او واټونو امنيتي موانع لېرې شي.

هغه زياته کړه، د ښار بڼه به بيرته پخواني حالت ته را وګرځوي او دا لړۍ به تر هرې هغې ادارې ورسوي، چې ورباندې امنيتي موانع چاپېر شوي وي.

د کندهار ښاروال محمد عمر عمر وويل، د کندهار ښار لومړۍ، دويمه او درېيمه ناحيې هغه ځايونه دي، چې پکې امنيتي موانع ډېر او ګڼې لارې يې د خلکو پر مخ تړلې دي.

هغه زياته کړه، تېر څو کلونه خلکو په پر له پسې توګه د لارو د بندېدو له امله ستونزې منلي، خو هغه مهال بله چاره هم نه وه، ځکه نا امني زياته، د ځانمرګو بريدونو او چاودونو کچه هم لوړه وه.

د کندهار ښاروال وويل، په کندهار ښار کې دا مهال تر ٢٠٠٠ پورې دغه راز امنيتي موانع درول شوي، چې هغوى يې اوسمهال د بيرته لېرې کولو په موخه لاس په کار شوي دي.

په تېرو څو کلونو کې، هغه مهال چې د کندهار ښار په څو کيلومترۍ کې د وسله والو مخالفانو فعاليتونو زور اخيستى و او هره ورځ به يې چاودنې او ځانمرګي بريدونه کول، ګڼو نظامي او ملکي ادارو د خپلو ځانونو د ساتلو په موخه له خپلو ودانيو کانګرېټي خښتې را تاو کړې.

په دې موخه ځانګړو ساختماني شرکتونو کار کاوه، چې د يوې امنيتي خښتې بيه له ٨ تر ١٢ سوه ډالره وه او ډېر زيات لګښت ورباندې وشو.

خو په ولسواليو کې بيا بهرنيو ځواکونو د خپلو بېسونو د خوندي ساتو په موخه په زرګونو دغه راز امنيتي موانع درولي دي.

د کندهار اوسېدونکي هم د ولايتي ادارې د دغه اقدام هرکلى کوي او غوښتنه کوي، چې دغه کار دې په ټول کندهار ښار کې په يو شان پلې شي، چې د کندهار ښار ښکلا بيرته عادي حالت ته را وګرځي.

د کندهار ولايت مقام، پخوانۍ او اوسنۍ امنيه قومانداني، د ٢٠٥ اتل قول اردو قومانداني، د ملي امنيت رياست، د ملګرو ملتونو اداره، عدلي او قضايي ارګانونه، منډيګګ ماڼۍ، ټولې امنيتي حوزې، کندهار زندان او ګڼې نورې هغه ادارې دي، چې چاپېره ورباندې امنيتي موانع را ګرځول شوي دي.

ورته موضوع