ژبه

په کندهار کې دوه پوليس په مرموز ډول وژل شوي

کندهار (پژواک ٩ کب ٩١): د کندهار ښار په اتلسمه امنيتي حوزه کې دوه پوليس په مرموز ډول وژل شوي دي.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل وايي، تېره شپه ناوخته دوه پوليس د ناپېژانده کسانو له خوا پر ډزو وژل شوي دي.

هغه د کب په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تر دې دمه د دغه بريد د څرنګوالي په اړه هېڅ معلومات نه شته.

خو دى وايي، چې پوليسو د دې پېښې په اړه پلټنې پيل کړې، تر څو د پېښې بشپړ جزئيات معلوم کړي.

بلخوا طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې دغه دوه پوليس يې د يو خاص تکتيک له مخې وژلي دي.

دى وايي، د خپلې ډلې يو ملګرى يې له مخکې په اتلسمه امنيتي حوزه کې پر دنده ګومارلى و، چې تېره شپه يې د بريد پر مهال د امنيتي پوستي قوماندان ګل اغا او د هغه دوه ساتونکي وژلي دي.

د ده په خبره، د هغوى ملګرى تر بريد وروسته په خوندي توګه بېرته له خپلو ملګرو سره يو ځاى شوى دى.

تر دې وړاندې يوه بله ورته پېښه په پنجوايي ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه، هلته هم يوه تن خپل قوماندان وواژه او ملګري پوليس يې مسموم کړل.

 

ورته موضوع