ژبه

د خاکرېز ولسوالۍ خلک د حکومت پاملرنه غواړي

کندهار (پژواک ١٢ کب ٩١): د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې په دې ولسوالۍ کې تر نسبي امنيت وروسته اوسمهال د دولت پاملرنې او بشري مرستو ته سخته اړتيا لري.

د دغې ولسوالۍ د اوسېدونکو په باور، په تېرو کلونو کې د امنيت نشتوالى او د وسله والو مخالفينو پراخ فعاليت جدي ستونزه وه، خو اوس چې دلته امنيت نسبتاً ښه شوى، دولت ورسره يواځې د مرستو ژمنې کوي او په عملي برخه کې يې تر اوسه هيڅ هم نه دي کړي.

د خاکرېز ولسوالۍ يوه اوسېدنکي عبدالجبار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اوس دلته د پخوا په پرتله امنيت ښه شوى، خو سيمه ييزه اداره ډېره کمزورې ده او تر اوسه نه ده توانېدلې، چې دوى ته ټولنيز خدمات وړاندې کړي.

هغه زياته کړه، يادې ولسوالۍ ته څو ځلې ولايتي چارواکي ورغلي او د مرستو ژمنې يې کړې دي، خو په عملي برخه کې هيڅ هم نه دي شوي.

دى وايي، په تېرو کلونو کې تر پرله پسې محروميتونو وروسته اوس خلک د دولت جدي پاملرنې ته اړتيا لري.

د دې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي حاجي نثاراحمد پژواک ته وويل، چې د روغتيايي مرکزونو نشتوالى، د کرنې خراب حالت، د پوهنې سست بهير او  د کندهار ښار او دغې ولسوالۍ تر منځ غځېدلى سړک هغه ستونزې دي، چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه غوښتنه وکړه، چې د نورو ولسواليو په څېر دې خاکرېز ولسوالۍ ته هم د بيارغنيزو پروژو ونډه ورکړي او د ولسواليو تر منځ دې توپيريز چلند پاى ته ورسول شي.

د کندهار ولايتي چارواکي د خاکرېز د اوسېدونکو ستونزې مني، خو وايي چې هغوى بيا له مرکز سره ورته ستونزه لري او مرکزي اداره تر ډېره بريده د ولايت غوښتنې او اړتياوې په پام کې نه نيسي.

د کندهار ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال وويل، چې د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکي له زياتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې وزارتونه جدي نه دي.

هغه ډاډ ورکړ، چې د يو شمېر مرسته کوونکو موسسو پر مټ به د کرنې او بيارغونې په پروژو کې د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکو ته برخه ورکړي.

په همدې حال کې د کندهار د پوهنې رياست چارواکي وايي، چې د ټول خاکرېز په کچه نږدې درې ښوونځي لري، چې د زده کوونکو لپاره هيڅ بسنه کوي.

د کندهار د پوهنې رييس شېراغا ساپى وايي، په خاکرېز ولسوالۍ کې بايد پنځوس زره زده کوونکو ته د زده کړې زمينه برابره شي، خو اوس يوازې يوولس سوه ماشومان په زده کړو بوخت دي، چې ډېر کم دي.

هغه زياته په کړه، په دې برخه کې کار کوي تر څو وتوانېږي په دې ولسوالۍ کې نور ښوونځي هم پرانيزي او د ښوونې او روزنې لړۍ چټکه کړي.

خاکرېز د کندهار هغه ولسوالۍ ده، چې د زياتو او پېچلو غرونو او درو په درلودلو سره د طالب جنګيالو مهم پټنځاى ګڼل کېږي.

اوس په دې سيمه کې تر ډېره بريده امنيت تامين شوى، خو مخکې به هره ورځ ورڅخه د ناامنيو او تاو تريخوالي راپورونه ترلاسه کېدل.

ورته موضوع