جلال اباد (پژواک ۱۴ کب ۹۱): په ننګرهار کې يوې لويې سيمه ييزې جرګې د شينوارو قبيلې د دوو قومونو (عليشېرخېلو او سې پای) ترمنځ روغه جوړه وکړه.
په دې جرګه کې، چې پرون د جمهوري رياست د شکايتونو د اورېدو کمېسيون د مشر اسدالله وفا په مشرۍ جوړه شوې وه، د لسو ولايتونو استازو، د ولسي او مشرانو جرګې يو شمېر غړو، په ننګرهار کې د بېلابېلو قومونو سپين ږيرو برخه اخيستې وه.
د جرګې مشر د کب په ۲۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغو دوو قومو ترمنځ راولاړه شوې شخړه، چې د دېرش زره جريبه ځمکې پر سره وه، هواره شوه.
هغه زياته کړه: ((دواړو غاړو موږ ته عام تام وثيقه يې اختيار راکړ، د واک له راسپارلو وروسته موږ کوښښ وکړ او داسې پرېکړه مو وکړه، چې دواړو ته د منلو وي.))
دی وايي، د جرګې په پرېکړه کې راغلي، چې د دې ځمکې دوه برخې د سې پای او پاتې يوه برخه به د عليشېرخېلو قبيلې ته ورکړل شي.
که څه هم د دې جرګې له پرېکړې يو لوری خوښ و، خو د عليشېرخېلو د قوم يو مشر ملک سيد حکيم وايي، چې جرګې د دوی په حق کې سم قضاوت نه دی کړی.
هغه پژواک ته وويل: ((دا پرېکړه د يوه لوري په حق کې شوې، د ځمکې حدود يې هم راته نه دي معلوم کړي.))
خو د جرګې مشر اسدالله وفا وايي، دوی له سيمې ليدنه کړې او د دواړو قبيلو ترمنځ يې د شخړې ټولې خواووې څېړلي او له هغه وروسته يې دا پرېکړه کړې، چې بې پلوه پرېکړه ده.
د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي د جرګې پر پرېکړه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، که هر لوری د جرګې پرېکړه ونه مني، قانوني چلند به ورسره وشي.
هغه زياته کړه: ((دا پرېکړه د شينوارو په دود او د شريعت په رڼا کې شوې، چې ونه منل شي، د ولسمشر له حکم سره سم به قانوني چلند ورسره کوم.))
له تېرو شاوخوا اوو کلونو راهيسې د شينوارو د دغو دوو قبيلو ترمنځ د يوې شاړې دښتې پر سر شخړه راپورته شوې وه، د دوى ترمنځ څو وارې د درنو او سپکو وسلو نښتې شوې وې او له سلو ډېر خلک په کې مړه او ژوبل شوي وو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن