ژبه

د کندهار نجونې زده کوونکې د لوبو او سپورت اسانتياوې غواړي

کندهار (پژواک ٢٠ کب ٩١): د کندهار ولايت ښځينه زده کوونکې وايي، په ښوونځيو کې د لوبو او سپورت اسانتياوې نه لري، چې له امله يې د لوبو په برخه کې د دوى ونډه پيکه کړې ده.

هغوى وايي، که د ناسمو شرايطو له امله له ښوونځيو د باندې ورته د لوبو لپاره لوبغالي او نورې اسانتياوې نه شي برابرېدلاى، په ښوونځيو کې خو دې ورته برابرې شي.

د کندهار ښار د عينو لېسې د يوولسم ټولګي زده کوونکې شريفه وايي، د هلکانو په څېر نجونې هم حق لري، چې د زده کړې تر څنګ لوبې او ورزش وکړي.

هغې زياته کړه، ستونزه دا ده، چې نجونو ته نه په ښوونځيو کې او نه هم له ښوونځيو د باندې د  سپورت اسانتياوې برابرې شوې دي.

دا وايي: “د کندهار په اوسنيو شرايطو کې نجونې د تفريح، لوبو او وزرش هيڅ راز اسانتياوې نه لري، ان تر اوسه په کندهار کې ښځينه پارک نه شته،تر کومه به نجونې په دومره محدوديتونو کې ژوند کوي.”

شريفې له اړوندو چارواکو وغوښتل، چې نجونو ته دې په ښوونځيو کې د لوبو اسانتياوې برابرې کړي، تر څو هغوى د زده کړو تر څنګ په لوبو او سپورت کې هم فعاله ونډه ولري.

د کندهار د زرغونې انا لېسې د نهم ټولګي زده کوونکې سليمه وايي، چې په دغه ولايت کې د نجونو د ښوونځيو له ډلې يوازې په زرغونه انا لېسه کې د نجونو لپاره يو جمنازيوم شته، چې هغه هم په ډېر خراب حالت کې دى.

د زرغونې انا لېسې دغه جمنازيوم څو کاله وړاندې د ايران په مالي مرسته جوړ شوى، چې نجونې په کې يوازې د باسکټبال لوبې کولاى شي.

سليمه وايي، د نجونو د لوبو او ورزش په برخه کې يواځې د لوبغالو نشتوالى ستونزه نه ده، بلکې دغلته د واليبال او باسکيټبال لوبو په برخه کې د ښځينه روزونکو نشتوالى هم لويه ستونزه ده.

د دې په خبره، په ښوونځيو کې د لوبو لپاره د اسانتياوو نشتوالى، په کور دننه او د باندې سياليو کې د نجونو ونډه کم رنګه او پيکه کړې ده.

دا وايي: “چارواکي دې، په ښوونځيو کې د نجونو لپاره د لوبو جمنازيمونه جوړ کړي، هغوى ته دې ښځينه روزونکې وګومارل شي، تر څو د هېواد د نورو ولايتونو په څېر د کندهار نجونې هم په لوبو او نورو سياليو کې وځلېږي.”

د کندهار د پوهنې رياست مسوولين هم وايي، چې په ښوونځيو کې د نجونو لپاره د لوبو او ورزش کافي امکانات او اسانتياوې نه شته، هغوى له مرکزي ادارې غواړي، چې په دې برخه کې د هغوى لاسنيوى وکړي.

د کندهار د پوهنې رياست د بدني روزنې امر شهزاده خان نثاري وايي، د لوبو په برخه کې د کندهار د ښځينه زده کوونکو شکايتونه او غوښتنې پر ځاى دى، دوى به دا ستونزه له مرکزي ادارې سره شريکه کړي، تر څو دې برخې ته پاملرنه زياته شي.

هغه يوې بلې ستونزې ته هم اشاره وکړه او ويې ويل، چې په کندهار کې هغسې مسلکي ښوونکي نه شته، چې د سپورت ښوونځى يې ويلى وي او ښځينه زده کوونکو ته د بېلابېلو لوبو روزنه ورکړي.

نوموړي وويل، اداره يې په دې برخه کې کار کوي او ډېر ژر به د اوسمهال لپاره د کندهار ښار په څلورو ښوونځيو کې د نجونو لپاره د بېلابېلو لوبو ٤ معياري لوبغالي جوړ کړي.

کندهار کلونه وړاندې د واليبال او باسکټبال په برخه کې د نجونو ډېرې تکړه لوبډلې لرلې، خو پر له پسې جګړو او ناامنيو پر دغه راز فعاليتونو سيورى غوړولى او د نجونو د لوبو او ورزش مخه يې نيولې ده.

چارواکي وايي، که دغه ولايت کې د لوبو وضعيت ته پام وشي او په دې برخه کې اسانتياوې ډېرې شي، نو د نارينه وو تر څنګ به ښځينه ورزشکارانې هم ډېره وده وکړي.

ورته موضوع