Language

په سياه ګرد کې پنځه  وسلوال مخالفين ووژل شول

چاريکار( پژواک ٢٢ کب ٩١):  ځايي چارواکي وايي، د پروان په سياه ګرد ولسوالۍ کې پنځه تنه د دولت وسلوال مخالفين وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د پوليسو د عامه نظم د لومړي کنډک قوماندان احمدجواد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا يوه بجه وسلوالو مخالفينو د سياه ګرد په مرکز کې پر يو شمېر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.

د ده په وينا، له همدې امله په ياده سيمه کې  د شپې تر درې نيمو بجو نښتو دوام درلود ، چې په ترڅ کې يې  بريدکوونکو ته ياده مرګ ژوبله واوښته .

هغه وويل، چې د وسلوالو مخالفينو دوه تنه مړي هم د جګړې په سيمه کې پاتې دي  او له وسلو سره  د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

د پروان د امنيه قوماندانۍ د اوپراسيون امر ډګروال مسجدي جدي هم يادې څرګندونې تاييدوي ، خو وايي، چې د وسلوالو مخالفينو يو مړى د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلى دى .

د سيمې يو اوسېدونکى اميرخان بيا وايي، چې په ياده نښته کې څلور وسلوال مخالفين وژل شوي او د يوه تن مړى دولتي ځواکونو ته په لاس ورغلى دى .

ده وويل، چې په نښته کې وسلوال مخالفين ټپيان شوي هم دي ، خو دى يې د شمېرې په اړه معلومات نه لري.

وسلوالو مخالفينو د يادې نښتې په اړه تر دې دمه څه نه دي ويلي .

د يو بل خبر له مخې،د پروان د بګرام ولسوالۍ امنيه قوماندان زمرى ناصري وايي ، چې  تېره شپه د بګرام په  هوايي ډګر کې دوه توغندي لګېدلي دي .

هغه وايي، چې د دې توغنديو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري .

  طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي،چې  طالبانو تېره شپه په بګرام کې د  امريکايي ځواکونو پر اډه د سکر ٢٠ ډوله توغنديو بريد کړى .

دى وايي، چې درې توغندي پر دې هوايي ډګر لګېدلي او درانه زيانونه يې اړولي دي .

په بګرام کې مېشتو امريکايي ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي.