ژبه

د ازبکستان د اسلامي تحريک يو مهم غړى ونيول شو

شبرغان-کندوز (پژواک ٦ ورى ٩٢): په جوزجان ولايت کې د ملي امنيت يو پخوانى کارکوونکى او يو سيمه ييز پوليس ووژل شول. بلخوا ايساف په کندوز ولايت کې د ازبکستان د اسلامي تحريک د يوه غړي د نيولو خبر ورکړ.

د جوزجان د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالحي زمري پژواک خبري اژانس ته وويل، وژل شوى تن نصيراحمد نومېده او نامعلومو کسانوپه خانقاه ولسوالۍ کې وژلى دى.

هغه زياته کړه، چې نصيراحمد د بلخ د ملي امنيت رياست پخوانى کارکوونکى و او اوس يې په دولت کې کار نه کاوه، خو شخصي دښمني يې درلوده او د خپلو دښمنانو له خوا وژل شوى دى.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې د بلخ د ملي امنيت د رييس ساتونکى يې په خانقاه ولسوالۍ کې وژلى دى.

مجاهد د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د يوه اربکي د وژلو خبره هم وکړه.

خو د جوزجان د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وايي، چې د نجيب الله په نوم  يو سيمه ييز پوليس درزاب ولسوالۍ په چکانه سيمه کې د کور پر لور روان و، چې د وسله والو طالبانو له خوا ووژل شو.

طالبانو د جوزجان په اقچې ولسوالۍ کې هم د يوه اربکي د وژلو خبر ورکړى، خو ځايي چارواکي يې دغه ادعا ردوي.

بلخوا ايساف وايي، چې د ازبکستان د اسلامي تحريک يو مشر يې په کندوز ولايت کې د ايساف او افغان ځواکونو د ګډو عملياتو پر مهال نيولى دى.

د ايساف د هغې خبر پاڼې له مخې، چې نن پژواک اژانس ته را رسېدلې ويل شوي، چې ياد تن د ايساف او افغان ځواکونو پر وړاندې  د سړک غاړې ماينونه خښول، د پلان جوړولو او وسله والو بريدونو مسووليت يې پر غاړه درلود.

ايساف د هغه د نيونې کره ځاى او هويت نه دى په ډاکه کړى، خو وايي، ګومان کېږي چې دغه تن  به له نيول کېدو وړاندې د ملي اردو د افسرانو د وژنې فعال پلانونه طرحه کول.

لس ورځې وړاندې د ازبکستان اسلامي تحريک او القاعدې اړوند کس قاري شريف د کندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې او د ده په څېر يو بل غړى يې د جوزجان ولايت په فيض اباد ولسوالۍ کې د ايساف او افغان ځواکونو د عملياتو په پايله کې ونيول شول.

 

ورته موضوع