کندهار ( پژواک ٢٢ ورى ٩٢ ) : د کندهار له زندان څخه درې تنه زندانيان په داسې حال کې وتښتېدل، چې د زندان دننه او بهر سختو امنيتي تدابيرو شتون درلود.
د کندهار ولايت امنيتي چارواکي د پېښې پخلى کوي او وايي، دغه درې تنه بنديان د بېلا بېلو تاکتيکونو څخه په کار اخيستو په تېښته بريالي شوي دي.
د کندهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي د وري په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، له دغه زندان څخه پنځو تنو د تېښتې هڅه کړې، چې له دې جملې درې تنه يې په تېښته بريالي شوي دي.
هغه د تښتېدلو بنديانو په اړه بشپړ معلومات ور نه کړل، خو يواځې دومره يې وويل، چې دغه درې تنه په سياسي او جنايي جرمونو تورن پېژندل شوي وو.
د نوموړي په وينا، دغو بنديانو د پايوازانو په توګه له جعلي ټاپې او مهر څخه ګټه اخيستې او مخکې له مخکې يې پنجرې ماتې کړې وې.
اطرافي زياته کړه، چې له تښتېدلو کسانو سره د مرستې په تور يې څلور ساتونکي او افسران نيولي او په په دې اړه څېړنې ترې روانې دي.
چارواکي له کندهار زندان څخه د بنديانو د تېښتې لامل په زندان کې د ځاى تنګوالى او د زندانيانو ډېروالى ګڼي.
د کندهار عمومي زندان د ښار لوېديځ لور ته ، د هرات – کندهار پر لويه لاره د سرپوزې په سيمه کې موقعيت لري، چې په تېرو کلونو کې دوه ځله ورباندې وسله وال او ډله ييز ځانمرګي بريدونه شوي او يو ځل دغه زندان ته سمڅه وهل شوې وه، چې په ترڅ کې يې سلګونه سياسي او جنايي بنديان تښتېدلي وو.
که څه هم د زندان شاوخوا تل کلک امنيتي تدابير تر سترګو کېږي، خو بيا هم درې زندانيان بريالي شول، چې وتښتي.
د مګړۍ په ياد زندان کې له ١٨٠٠ څخه تر دوه زره پورې زندانيان ساتل کېږي او کله چې يې پايوازان پوښتنه کوي، نو د خلکو ګڼه ګوڼه هم زياته وي.
که څه هم له دغه زندان څخه په وار وار ګڼ شمېر بنديان مرکز کابل ته لېږدول شوي، خو د څو مياشتو په تېرېدو بېرته زندان ډکېږي او د نورو سياسي او جنايي مجرمينو د ساتل کېدو ظرفيت پکې نه وي.
يوه اوونۍ وړاندې د ولسي جرګې يو پلاوى کندهار ته راغلى و او د زندان او زندانيانو له حالت څخه تر ليدنې وروسته يې رسنيو ته ويلي و ، چې دغلته زندانيان وهل او شکنجه کېږي.