کندهار (پژواک ٢٧ ورى ٩٢): د کندهار پوهنتون چارواکي وايي، په روان کال کې به د کندهار د اوسني پوهنتون لپاره د نوې ودانۍ ترڅنګ د هېواد په کچه دکرنې لوى پوهنتون جوړ او همدارنګه د ښوونې او روزنې پوهنځى به پر پوهنتون واړول شي.
د کندهار پوهنتون رييس ډاکټر حضرت مير توتاخېل د وري په ٢٧مه په يوه خبرې کنفرانس کې وويل، چې دمګړۍ د کندهار پوهنتون اووه بېلابېل پوهنځي لري او په روان کال کې به د حقوقو او سياسي علومو او د عامه ادارې پوهنځي هم ورته منظور شي.
د ده په وينا، په دغو پوهنځيو کې نږدې پنځه زره محصلين په زده کړو بوخت دي او پوهنځي يې په بېلابېلو څانګو وېشلې دي.
هغه وايي، چې د کندهار پوهنتون د پوهنځينو څلور څانګې په هلمند او دوه دوه د اروزګان او فراه په ولايتونو کې دي او په نږدې ورځو کې به په زابل کې هم دوه پوهنځي پرانيستل شي.
د کندهار پوهنتون رييس وايي، چې سږ کال يې به پوهنتون کې د علمي برخې د پياوړتيا ترڅنګ پوهنتون ته پراختيا ورکړې او پر مهال به يې د هندوستان هېواد په مرسته د افغانستان په کچه د کرنې پوهنتون او د ښوونې او روزنې پوهنتونونه جوړ کړي.
توتاخېل وايي، چې د ښوونې او روزنې پوهنتون د جوړېدو په اړه خبرې روانې دي، خو د کرنې د پوهنتون کار به په څو اونيو کې د ترنک فارم په سيمه کې پيل شي.
د هغه په وينا، په دغه پوهنتون به نږدې سل ميليونه ډالره ولګول شي، چې په کې به پنځه پوهنځي او ١٦ تحصيلي څانګې فعالې شي او نږدې ١٥٠٠ محصلين به د ليسانس تر درجې په کې وروزل شي.
د ده په وينا، د ولسمشر د فرمان له مخې، ١٤٠٠ جريبه ځمکه په عينو مېنه ښارګوټې کې د کندهار پوهنتون د نوې ودانۍ جوړېدو لپاره ورکړل شوې او ډېر ژر به يې د جوړولو داوطلبي ترسره او له ماسټر پلان سره سم به د پوهنتون لپاره عصري ځاى جوړ شي او د کندهار پوهنتون اوسنۍ ودانۍ به ليليې او د ښوونې او روزنې پوهنتون ته ورکړل شي.
د کندهار پوهنتون رييس ومنله، چې په تېرو کلونو کې د دوى پوهنتون ته پاملرنه نه کېده، خو په وينا يې، اوس يې پوهنتون د هېواد په کچه په مهمو پوهنتونونو کې راځي.
د ده په خبره، په پوهنتون کې اوس ډېر کارونه روان دي، جې په کې د اقتصاد او د ژبو او ادبياتو پوهنځيو لپاره د درې پوړيزې ودانۍ، د افغانستان په کچه د يو عصري او ديجتلي کتابتون د جوړېدو، د ژورناليزم پوهنځي لپاره د ميډيا سنټر د جوړېدو، د انجنيرۍ پوهنځى، د خوړنتون او د غونډو لپاره د لوى سالون د جوړېدو چارې شامليږي.
توتاخېل وايي، چې دغه چارې په افغانستان کې د مېشتو نظامي ځواکونو، د امريکا سفارت او د نورو مرسته کوونکو ادارو په مرسته پيل شوې، چې شاوخوا لس ميليونه ډالره لګښت پرې راځي او کارونه يې له ٢٥ تر ٨٠ سلنه پورې بشپړ شوي دي.
د کندهار پوهنتون رييس د خپلو خبرو په دوام کې وويل، چې په تېر کال کې يې نه يواځې يو شمېر محصلين او استادان د بورسونو له لارې بهرنيو هېوادونو ته لېږلي، بلکې له وړاندې يې محصلينو ته د کار پيدا کولو لپاره يو مرکز هم جوړ کړى دى.
د ده په وينا، د کندهار پوهنتون ترڅنګ دغه مرکز هم په انټرنېټي خدمتونو سمبال دى او محصلينو ته د کار موندنې او په نورو برخو کې زده کړې ورکوي.
حضرت مير توتاخېل د کانکور په ازموينه کې د بې پايلې پاتې شوو کسانو د اندېښنې په اړه وويل، چې سوېلي ولايتونه په دې ازموينه کې په ښه درجه کې ځاى لري.
هغه وويل، چې د زون په کچه زابل د ٩٨ سلنه برياليو زده کوونکو په درلودو سره لومړى مقام، اروزګان د ٩٧ سلنه بريالي کسانو په درلودو دويم، هلمند دريم، کندهار څلورم او فراه پنځم مقامونه لري.
د کندهار پوهنتون رييس د ګڼو لاسته راوړنو ترڅنګ د تاسيساتو کموالى او په يوه برخه کې د اوبو د نشتوالي ستونزې ډېرې جدې وبللې او ډاډ يې ورکړ، چې په نږدې ورځو کې به دغه ستونزې هم حل کړي.
کندهار پوهنتون، چې ٢٢ کاله وړاندې جوړ شوى، د خپل فعاليت پر مهال له سختو ستونزو راوتلى او اوس د لومړي درجه پوهنتونونو اسانتياوې لري.
په افغانستان کې د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې نږدې ٣١ دولتي او ٧٠ شخصي پوهنتونونه او د نيمه لوړو زده کړو موسسې شته، خو کندهار د هېواد په کچه لومړنى ولايت دى، چې په کې به درې لوى پوهنتونونه وي.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن