Language

“په ايران کې د وژل شوو افغانانو په اړه دې نړيواله پلټنه وشي”

هرات (پژواک ٢٩ ورى ٩٢): په هرات کې د هغو وژل شوو افغانانو خپلوان او کورنيو، چې مړي يې تازه له ايران څخه راوړي، د يو لاريون په ترڅ کې وويل، تر هغو به خپل مړي خاورو ته ونه سپاري، څو د دغو وژنو په اړه نړيواله څېړنه ونه شي.

 تېره ورځ د ١٣ افغانانو هغه مړي، چې په ايران کې وژلي شوي ، هرات ولايت ته راوړل شول.

 لاريون کوونکو، چې شمېر يې ٤٠٠ تنو ته رسېده، د ١٣ وژل شوو افغانانو مړي يې د ايران  قونسلګرۍ تر مخ يو ساعت د اعتراض په ډول ايښي وو.

يو تن لاريون کوونکى ميرخان، چې ورور او زوى يې په ايران کې وژل شوي  غوښتنه کوي، چې افغان حکومت ورسره مرسته نه ده کړې او خپل مړي يې په خپله له ايرانه راوړي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((دولت زموږ غږ نه اوري او نه راسره مرسته کوي، نړيوال دې د بې ګناه افغانانو د وژنې په اړه څېړنه وکړي.))

وژل شوي دغه ١٣ افغانان د هرات د کوهسان ولسوالۍ اوسېدونکي وو، چې اته مياشتې مخکې ايران ته د تګ پر مهال د ايراني عسکرو له لوري ووژل شول او پرون يې مړي خپلو کورنيو ته وسپارل شول.

د هرات د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالحميد حميدي وايي، چې دوى نه غواړي نور دغه مړي وځنډول شي او نن به يې په خپله پلرنۍ هديره د کوهسان ولسوالۍ په احمداباد کې خاورو ته وسپاري.

د ولايتي شورا غړى ارباب شېراحمد هم وايي، چې مړي بايد ونه ځنډول شي او ژر خاورو ته وسپارل شي، خو له دولته يې غوښتنه وکړه، چې د دې پېښې دې جدي پلټنه وکړي.

Related Topics