ژبه

کندهار (پژواک ٢٩ ورى ٩٢): د کندهار امنيتي چارواکي وايي،  چې په دغه ولايت کې يې د روانې اونۍ د عملياتو پر مهال د وسله والو مخالفينو د زکات ټولوونکي په ګډون ګڼ شمېر وسله وال مخالفين نيولي، وژلي او ژوبل کړي دي.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي  د وري په ٢٩مه د ولايت مقام د رسنيو په مرکز کې خبري غونډې ته وويل، چې دغه عمليات په کندهار ښار او ولسواليو کې ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه، د عملياتو په لړ کې يې ١٣ وسله وال مخالفين وژلي، ٤  ټپيان شوي او ٨ نور ژوندي نيول شوي دي.

ده وويل، پوليسو د کره معلوماتو پر بنسټ هغه تن هم نيولى، چې د وسله وال مخالفينو لپاره يې شاوخوا ١٥ سوه زره پاکستانۍ کلدارې د زکات په نوم له خلکو را ټولې کړې وې.

د نوموړي په وينا، له نيول شوي تن څخه پلټنې پيل شوي او د لومړيو معلوماتو له مخې، دغه پيسې د وسله والو مخالفينو د مالي سرچينو د تقويې لپاره راغونډې شوې وې.

دى وايي، په عملياتو کې١٠ کړۍ بېلابېل ماينونه، ٣ کلاشينکوفونه، ٤ مخابرې، يو موټر، يو موټر سايکل او يوه اندازه چاودېدونکي توکي هم نيول شوي دي.

بلخوا نوموړي په روانه اونۍ کې د جنايي پېښو او نشه يي توکو په تړاو د ٧ تنو د نيولو خبر هم ورکړ.

هغه زياته کړه، په ياده موده کې يې ٢٣ کيلوګرامه هيرويين، لس کيلوګرامه ترياک او ٨١٠ کيلوګرامه چرس هم نيول شوي دي.

اطرافي په کندهار کې د کوکنار اړولو د کمپاين په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې په ميوند، ارغنداب، پنجوايي، شاوليکوټ او تخته پل ولسواليو کې يې ٢٦٢٧ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.

ورته موضوع