ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوې ښځې په ګډون پنځه ځانمرګي نيول شوي

د يوې ښځې په ګډون پنځه ځانمرګي نيول شوي

author avatar
19 Apr 2013 - 12:33
د يوې ښځې په ګډون پنځه ځانمرګي نيول شوي
author avatar
19 Apr 2013 - 12:33

کابل (پژواک، ٣٠ ورى ٩٢): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په ننګرهار کې يې د يوې ښځې په ګډون پنځه ځانمرګي بريدکوونکي نيولي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند غلام صديق صديقي، نن په يوه خبري ناسته کې وويل چې ياد پنځه کسان، پرون (د وري ٢٩مه) سهار د ننګرهار په ثمرخېلو سيمه کې چې د جلال اباد په لوري روان وو، د دې وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې رياست د پوليسو له لوري نيول شوي دي.

ده زياته کړه، دې کسانو غوښتل په کابل ښار کې د غويي د اتمې د ورځې د مراسمو پرمهال په ځانګړې توګه پر دوو ملکي حکومتي ادارو بريدونه ترسره کړي، خو نوموړي د دې ادارو د نومونو له اخيستو ډډه وکړه.

د غويي په اتمه د مجاهدينو د برياليتوب په مناسبت په کابل او يو شمېر ولايتونو کې د نمانځنې مراسم ترسره کېږي.

د کورنيو چارو وزارت وياند وايي: “دغه کسان، چې له دوه مياشتې راهيسې يې تر تعقيب لاندې وو، د ديورنډ کرښې اخوا د لواړګې په سيمه کې تجهيز شوي او له همغه ځايه يې دستور اخيستى وو.”

د هغه په وينا، له دې کسانو سره، چې په الټو موټر کې سپاره وو او ټول د ننګرهار د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي دي، څلور ځانمرګي واسکټونه او چاودېدونکي توکي، چې د يادې شوې ښځې په بکس کې ځاى په ځاى شوي وو، هم نيولي دي.

صديقي وايي، دا ځانمرګي اوسمهال په ننګرهار کې تر څېړنو لاندې دي، خو په لومړنيو تحقيقاتو کې يې اعتراف کړى، چې دوى له حقاني شبکې سره تړاو لري.

نوموړى زياتوي: “د دې کسانو په نيولو سره د يوې حتمي سل په سلو کې پېښېدونکې واقعې مخه ونيول شوه چې دا د پوليسو ستره لاسته راوړنه ده.”

د کورنيو چارو وزارت وياند دغه راز وويل، چې په کندوز ولايت کې هم دوه وسله وال طالبان چې په يوه موټر سايکل کې يې چاوېدونکي توکي ځاى په ځاى کړي وو، نيولي دي.

ده زياته کړه، دې کسانو تېره شپه غوښتل ياد شوي چاودېدونکي توکي په کندوز ښار کې د يوې صرافۍ په مقابل کې ځاى په ځاى کړي او چاودنه ورکړي، خو پوليسو د خلکو په همکارۍ ونيول.

 

خو طالبانو د کورنيو چارو وزارت دغه ادعا ردوي .

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي دي چې دا خبر هېڅ واقعيت نه لري او بې اساسه دى.

هغه زياته کړه چې په ننګرهار ولايت کې دوى پورې اړوند هېڅوک نه دى نيول شوى.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.