کندهار (پژواک، ٣ غويى ٩٢): د کندهار ولايت د اولمپيک چارواکي پر مرکزي ادارې نيوکه کړې، چې د سپورټ په برخه کې کندهار ته لازمه پاملرنه نه کوي.

دوى وايي، چې په دغه ولايت کې په بېلابېلو سپورټي څانګو کې نارينه او ښځينه لوبغاړي لري، خو امکانات يې ډېر محدود دي.

هغوى وايي، په داسې حال کې چې مرکزي اداره ورسره په اړوند چارو کې د مور او ميرې سلوک کوي او د سپورټ د بېلابېلو څانګو لپاره اړوند لوبغالي او نورې اسانتياوې نه لري، بيا هم دلته سپورټ وده کړې ده.

دغه څرګندونې د کندهار ولايت د سپورټ امر محمدالله ګلالي نن (د غويي ٣مه) د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلومات په مرکز کې جوړې شوې خبري غونډې ته وکړې.

محمدالله ګلالي وويل، د اوسمهال لپاره په کندهار کې په نږدې ٢٥ بېلابېلو سپورټي څانګو کې ٣٦ زره لوبغاړي لوبېږي، چې د نارينه وو تر څنګ يې يوه برخه ښځينه هم دي.

هغه زياته کړه، په پلان کې لري، چې په روان ١٣٩٢ لمريز کال کې د ورزشي څانګو شمېر ٣٢ ته لوړ کړي، چې ورسره به د ورزشکارانو شمېر هم ٥٠ زره ته لوړ شي.

نوموړي پر مرکزي ادارې نيوکه وکړه، چې د سپورټ په برخه کې کندهار ته لازمه پاملرنه نه کوي.

ګلالي وويل، د سپورټ پر وړاندې لويې ستونزې د بېلابېلو لوبو لپاره د ميدانونو، روزنيزو مرکزونو او اړوندو نورو اسانتياوو نشتوالى دى.

د ده په وينا، په وار وار يې له مرکزي ادارې غوښتي، چې دلته د ورزش مينه وال زيات دي او بايد ورته سمه پاملرنه وشي، خو تر اوسه يې کومه پايله نه ده لرلې.

دى وايي، که له کندهار سره د سپورټ په برخه کې د مور او ميرې سلوک پاى ته ورسېږي، نو په دې برخه کې به بې سارې لاسته راوړنې ولري.

ګلالي دغه راز خبر ورکړ، چې له ګڼو ستونزو سربېره د کندهار اته لوبغاړي يې د ملي ټيمونو په بېلابېلو څانګو کې شامل کړي دي.

د سپورټ او بدني روزنې امر وويل: ((پر مرکز له سختو فشارونو راوړو وروسته بالاخره وتوانېدو، چې د کندهار اته لوبغاړي د ملي ټيمونو په بېلابېلو برخو کې شامل کړو.))

د ده په خبره، له دې ډلې دوه تنه په فوټبال، څلور تنه په کرکټ او دوه د ځغاستې په ملي لوبډلې کې لوبېږي.

هغه وويل، چې د ملي ټيم دغو لوبغاړو د هېواد په کچه د ترسره شوو سياليو پر مهال ښه مقامونه هم خپل کړي دي.

ګلالي په تېر ١٣٩١ لمريز کال کې د ترسره شوو لوبو په اړ هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې په دغه کال کې يې د نورو لوبغاړو د ښې روزنې او ملي ټيم ته د زياتو کندهاري لوبغاړو د جذب لپاره ګڼې سيالۍ هم ترسره کړې دي.

هغه وايي، دغه سيالۍ د فوټبال، کرکټ، غېږ نيونې، سوک وهنې، فري پايټ، واليبال، باسکيټبال، ځغاستې او د بدن د ښکلا په څانګو کې د لسګونو لوبډلو تر منځ ترسره شوې دي.

د ده په وينا، د يادو سياليو پر مهال يې نه يواځې A,B,C لوبډلې جوړې کړې، بلکې د هېواد په کچه يې د سياليو د ترسره کېدو لپاره تکړه لوبغاړي هم ټاکلي دي.