کندهار ( پژواک، ٣ غويى ٩٢ ) : د کندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې نهه تنه ماين پاکوونکي د نا پېژاندو وسله والو له خوا تښتول شوي دي.
دغه ماين پاکوونکي تېره ورځ د ميوند ولسوالۍ د لوى کارېز په سيمه کې په کار بوخت وو، چې وتښتول شول.
د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د غويي په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نهه ماين پاکوونکي له دوو موټرو سره يو ځاى د ناڅرګندو کسانو له خوا تېره ورځ تښتول شوي او تر دې مهال يې په اړه هيڅ معلومات نشته.
هغه زياته کړه، تر اوسه نه ده معلومه ، چې تښتول شوي ماين پاکوونکي د کومې ادارې اړوند دي، ځکه هغوى بې له دې، چې امنيتي ارګانونه په جريان کې کړي، په خپلسرې توګه سيمې ته تللي او کار يې پيل کړى دى.
د نوموړي په وينا، دا هم نه ده څرګنده، چې ماين پاکوونکي د وسله والو طالبانو او که په سيمه کې د نشه يي توکو د قاچاقچيانو د مافيايي کړيو له خوا تښتول شوي دي.
خو هغه وويل، چې د تښتول شويو ماين پاكانو د موندنې او ژغورنې په موخه د سيمې مخور او سيمه ييز چارواکي لاس په کار شوي.
تر اوسه د ماين پاکانو د تښتونې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
تر دې مخکې د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې هم ورته پېښه رامنځته شوې او درې تنه ماين پاکوونکي تښتول شوي وو، چې تر دوو ورځو وروسته خوشې او موټر يې ترې وګرځول .