ژبه

کندهار کې د پوليسو تمريني ډزو څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

کندهار (پژواک ٤ غويى ٩٢): د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د پوليسو د تمرين پر مهال يو ګرنېټ پر يوه کور لګېدلى او څلورو ماشومانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

چارواکي وايي، پېښه نن (د غويي ٤مه) غرمه شاوخوا يوه بجه په ارغنداب ولسوالۍ کې د ايساف او افغان ځواکونو د روزنې يوه مرکز ته څېرمه هغه مهال رامنځته وشوه، چې پوليسو د روزنې په موخه انداخت ترسره کاوه.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې مرګ ژوبله له کلاشينکوف څخه د ويشتل شوي ګرنېټ له امله رامنځ ته شوې ده.

هغه زياته کړه، په ارغنداب ولسوالۍ کې د پوليسو په يوه روزنيز مرکز کې پوليسو تمريني ډزې کولې، چې يوه مرمۍ په تېروتنه پر يوه کور لګېدلې ده.

دى وايي، په دې پېښه کې يو ماشوم وژل شوى او د يوې نجلۍ په ګډون درې نور ماشومان ټپيان شوي، چې عمرونه يې تر لسو کلونو ټيټ دي.

د نوموړي په وينا، د پېښې ټپيان ميرويس روغتون ته لېږدول شوي دي.

د کندهار ښار د ميرويس روغتون يوه ډاکټر د نوم نه ښودو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دې پېښې روغتون ته درې ټپي ماشومان ور وړل شوي دي.

هغه وويل، د ټپي ماشومانو درملنه پيل شوې او روغتيايي حالت يې ښه دى.

په خپله امنيتي ارګانونو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په کندهار کې دا دويمه ورځ ده، چې ماشومانو ته مرګ ژوبله اوړي.

تېره ورځ په معروف ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو له خوا د يوه خښ شوي ماين د چاودنې له امله د يوې کورنۍ څلور ماشومان ووژل شول او يوه ماشومه نجلۍ ټپي شوې وه.

ورته موضوع