ژبه

د کندهار څلور ولسوالۍ د ثبت او احوال نفوس ادارې نه لري

کندهار ( پژواک ٩ غويى ٩٢ ) : د کندهار ولايت د ثبت او احوال نفوس اداره  وايي، چې اوس  هم د کندهار څلور ولسوالۍ د هغوى له خدماتو بې برخې دي او اوسېدونکي يې د اړتيا پر مهال د تذکرې جوړولو لپاره کندهار ښار ته راځي.

ددغې ادارې رييس نصرالله سالم دغه څرګندونې د غويي په ٩مه، د کندهار ولايت مقام په مطبوعاتي دفتر کې خبري غونډې ته وکړې.

هغه زياته کړه، دا مهال د کندهار له ١٧ ولسواليو څخه په ١٣ ولسواليو کې خپلې څانګې لري او اړوند خدمات تر سره کوي.

د نوموړي په وينا، مامورين يې له نا امنيو سره سره دغو سيمو ته لېږلي، تر څو د ثبت او احوال نفوس چارې تر سره کړي.

خو هغه وويل، چې لا هم د کندهار څلور ولسوالۍ داسې دي، چې  دوى پکې خپلې څانګې نه لري.

د ده په وينا، ښوراوک، رېګستان، نېش او غورک هغه ولسوالۍ دي، چې له کندهار ښار څخه ډېر واټن لري او دغلته نه يواځې د احوال نفوس اداره فعاله نه ده، بلکې نورې دولتي ادارې هم نه دي فعالې شوې.

سالم ډاډ ورکړ، که په دغو ولسواليو کې امنيتي ستونزې کمې شي، نو دوى حاضر دي، چې خپل کارکوونکي  دغو سيمو ته ولېږي.

هغه دغه راز وويل، چې تر دې وړاندې په درېيو نورو ولسواليو ميانشين، شاوليکوټ او تخته پل کې هم هغوى خپلې څانګې نه لرلې، خو په تېر ١٣٩١ لمريز کال کې يې په دغو ولسواليو کې خپلې څانګې پرانيستلې او اوس د هغو سيمو اوسېدونکي په خپلو سيمو کې تذکرې تر لاسه کوي.

د ثبت او احوال نفوس د ادارې مسوول په روان کال کې د الکټرونيکي تذکرو د وېش په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، چې دغه چاره به د هېواد د نورو برخو تر څنګ په کندهار کې هم پيل شي.

خو هغه اندېښنه وښودله، چې د ناامنيو او ځينو نورو ستونزو له امله ممکنه ده، چې په لرې پرتو سيمو کې د الکټرونيکي تذکرو وېش له خنډ سره مخامخ شي.

ټاکل شوې وه، چې د روان لمريز کال په لومړۍ مياشت کې د الکټرونيکي تذکر وېش په مرکز کابل کې پيل شي، خو د ناڅرګندو لاملونو له مخې يې د وېش چارې ځنډېدلې دي.

د ثبت او احوال نفوس ادارې دغه مشر د نويو تذکرو د وېش په اړه وويل ، چې دغه چاره به د ولسمشرۍ تر راتلونکو ټاکنو مخکې پاى ته ورسېږي.

د نصرالله سالم د څرګندونو له مخې، اوسمهال د کندهار زيات وګړي نه يواځې داچې تذکرې نه اخلي، بلکې يو شمېر کسان بيا په جعلکارۍ سره د نورو ولايتونو او حتى بهرنيانو ته د پيسو په مقابل کې تذکرې ورکوي.

هغه وايي، چې تر ډېره بريده کمېشنکاران دغه کړنه کوي او د دې لپاره دوى د ثبت او نفوس احوال د ادارې په څېر هويت پاڼې، ټاپې ( مهر) او جعلي لاسليکونه کاروي.

د دوى په وينا، چې د نويو کمپيوټري تذکرو په ويش سره به نه يواځې د جعلکارۍ ستونزه حل شي، بلکې خلکو ته به نورې اسانتياوې هم رامنځته کړي.

د کندهار ولايتي چارواکي وايي، چې د نويو تذکرو په وېش سره به ټول هغه حقوق کندهار ته ورکړل سي، چې اوس د کره احصائيې د نشتوالي له امله نه ورکول کېږي.

دوى وايي، چې د تقريبې شمېرو له مخې، د کندهار نفوس تر دوه ميليونه زيات دى،خو کله چې په دغه شمېرنه او احصائيه کوم پلان جوړ کړي او بيا يې مرکزي ادارې ته ولېږي، هغوى يې ردوي او ټولې خدماتي پروژې د يوولس سوه زره نفوس په اندازه ورکوي.

ورته موضوع